د افغانستان د انتخاباتو دکمېسون مامورانو د تیرې میاشتې د پارلماني انتخاباتو د پنځه عشارېه شپږو میلونو رایو د جملی نه څلورمه برخه رایې باطلې اعلان کړي دي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسون نن اعلان وکړ چې یو عشاریه دری میلونه رایې باطلې شوي دي.
د افغانستان د پارلمان د دوه سلو نهه څلویښتو څوکیو لپاره د سپټامبر په میاشت کی رایې گیري شوی وه.
ټاکل شوې وه چې وروستئ نتیجی به یې د روانې میاشتی د یو دیرشم پورې اعلان شي خو څرنگه چې د رایې ورکولو په وخت گډوډي شوې وه او ځینو کاندیدانو ادعا وکړه چې ټگي ورسره شوې ده، نو د انتخاباتو نتیجې اعلان نه شوې.
پروسږ کال دافغانستان دجمهوري ریاست په انتخاباتو کې هم په پراخه پیمانه د دوکې او ټگئ برگئ پیښې شوي وې.