د لاس رسي وړ اتصالات

د ژمي له رارسېدو سره د سون د موادو بېې لوړې شوې


د ژمي له رارسېدو سره د سون د موادو بېې لوړې شوې
د ژمي له رارسېدو سره د سون د موادو بېې لوړې شوې

د تالقانو اوسیدونکی علي احمد چې ګاز پلورنځي ته د ګازو په اخستلو پسې راغلی د ګازو د بیو د لوړوالي تر څنګ د هغې د کیفیت د خرابوالي یادونه هم کوي او وايي:

“چې هوا سړه شوې د ګازو نرخونه هم ورسره لوړ شوي دي، او کیفیت یې هم ښه نه دی، په څلور کیلو ګازو کې یو کیلو اوبه وي”

علي احمد وايي چې دوکانداران د موادو د نرخونو په لوړولو کې ازاد لاس لري او د ښاروالۍ لخوا نه کنټرولیږي.

په تخار ولایت کې د سون دموادو بیې لوړې شوي دي، چې ددغه ولایت د یوشمیر اوسیدونکو په نظر د هوا سړیدل او د ښاروالۍ لخوا د نرخونو نه کنټرولیدل د سون د موادو د بیو د لوړیدو اصلي لاملونه دي.

د تالقانو د ناقلو د کلي اوسیدونکی کفایت الله چې ۵۰ منه لرګي یې اخستي وايي چې د لرګو بیې د اوړي په پرتله ډیرې لوړې شوي دي، هغه وايي چې په اوړي کې یې یو من(۷ کیلو ګرامه) لرګي تر پنځوسو افغانیو اخستل خو زیاتوي چې دا وخت یې بیه له ۷۰ افغانیو لوړه شوې ده

“ له ژمي مخکې لرګي ارزان وو، هغه وخت په ۴۵ یا ۵۰ افغانۍ من و، خو اوس قیمته شوي او له ۷۰ څخه تر ۸۰ افغانیو پورې یې خرڅوي”

د بهارک ولسوالۍ اوسیدونکی لال ګل چې په تالقان کې د سون د لرګیو کاروبار کوي وايي چې د نورو کلونو په پرتله په سږني ژمي کې دوی ته هم لرګي قیمته تمامیږي، نو په وینا یې ځکه یې دوی هم په لوړه بیه پلوري.

"موږ یې قیمته اخلو او قیمته یې خرڅوو، مثال موږ د زردالو کندې یو من په ۴۵ افغانۍ اخلو، په پنځه افغانۍ یې ماتوو، خو د ارچې لرګی ډیر ګران دی، په اویا افغانۍ موږ ته تمامیږي او بیا یې په ۷۵ او ۸۰ افغانۍ موږ پلورو”

د تخار د ښاروالۍ اداري مدیر سلطان محمد غوثي وايي چې هر کال د ژمي په رارسیدو سره د سون د موادو نرخونه لوړیږي، خو زیاتوي چې دوی به هڅه وکړي چې لږ تر لږه نرخونه دومره کنټرول وساتي چې د تالقانو ټول ښاریان د سون مواد تر لاسه کړای شي.

“ښاروالي همیشه د سون د موادو نرخونه کنټرولوي، خو د ژمي په راتګ سره په ټول افغانستان کې د سون د موادو بیې لوړیږي، خو انشاالله موږ به نرخونه کنټرول کړو”

نوموړی د ګازو د کیفیت ټیټوالی هم مني او وايي چې افغانستان ته ګاز له ګاونډیو هیوادونو څخه راواردیږي، چې په وینایې باید په ګمرکونو کې د بې کیفیته ګازو مخه ونیول شي.

“په ژمي کې دغه ګاز یو څه اوبلن مواد پیدا کوي، چې زما په نظر هغه سم نه تصفیه کیږي، یا هم دغه تجاران چې ګاز واردوي په کې تقلب کوي، هغه تجاران چې تخار کې شرکتونه لري د هغوی سره به په دې اړه وګورو او په دې به ورسره وغږیږو چې ولې په ګازو کې اوبلن مواد راځي”

د تخار د ښاروالۍ لوی اداري مدیر سلطان محمد غوثي د ډبرو د سکرو د بیو د لوړالي یو لامل په تخار کې د ډبرو دسکرو په کانونو د حکومت کنټرول وګاڼه او زیاته یې کړه چې په نورو کلونو کې د ډبرو سکاره په ناقانونه او غیر فني ډول د سیمه یزو خلکو لخوا په استخراجیدل، چې په وینا یې اوس دغه کانونه د دولت لخوا د ځینو شرکتونو سره قرارداد شوي، چې په وینا یې له امله یې د ډبروسکرو بیې هم یو څه لوړې شوي دي.

XS
SM
MD
LG