د لاس رسي وړ اتصالات

تخار کې د سرو زرو د کان د استخراج چارې پیل شوې


تخار کې د سرو زرو د کان د استخراج چارې پیل شوې
تخار کې د سرو زرو د کان د استخراج چارې پیل شوې

د سرو زرو ددغه کان د استخراج چارې د ویستلنډ جنرل تریډینګ په نامه د یوې کمپنۍ لخوا پیل شوي دي.

دغه کان د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ دنیروبه په سیمه کې موقیعت لري، چې د کانونو او صنایعو وزارت لخوا یوې افغاني کمپنۍ سره د لسو کلونو لپاره د ۶۰ میلونه امریکایي ډالرو په بدل کې قرارداد شوی دی.

د تخار د والي ویاند فیض محمد توحیدي وايي چې ددې څخه پرته د قرارداد له مخې به دغه کمپنۍ د خپلو خالصو عوایدو شل فیصده دولت ته ورکوي:

"د چاه اب د نیروبه د سروزرو معدن د افغانستان په سطحه د سروزرو دوهم لوی کان دی، چې د وستلنډ جنرل ټریډینګ په نامه کمپنۍ سره د لسو کلونو لپاره په ۶۰ میلونه ډالر قرارداد شوی دی، ددې څخه پرته به دغه شرکت د خپلو خالصو عواید ۲۰ فیصده دولت ته ورکوي، چې د دغه کان د استخراج له چارو د کانونو او صنایعو وزارت انجنیران نظارت کوي"

د تخار والي عبدالجبار تقوا د سرو زرو ددغه کان استخراج د دولت او خلکو په ګټه وباله او زیاته یې کړه:

"دغه سره زر چې استخراجیږي باید ۲۰ فیصده خالص سره زر دولت ته ورکړي، خو زه یو څه ملاحظات لرم، موږ څه پوهیږو چې د شپې څومره استخراج کوي او د ورځې څومره، نو په کار ده چې موږ یې قوي نظارت وکړو، او ما دغه کار پیل کړی"

هغه وايي چې د کان او صنایعو وزارت د انجنیرانو یو قوي ټیم یې ددغه کان د استخراج د چارو د نظارت لپاره راغوښتلی، چې د هغه په وینا دغه ملي سرمایه تالا او ترغې نه شي.

والي عبدالجبار تقوا زیاته کړه چې ددې تر څنګ یې د استخراج په کارکوونکو کې هم ځینو کارکوونکو ته وظیفه ورکړې چې وخت پر وخت ورته بشپړ معلومات ورکړي.

د نیروبه د خوا او شا کلیو بانډو اوسیدونکي سره له دې چې د سرو زرو ددغه کان د استخراج له چارو خوښ نه دي، خو وايي چې لږ تر لږه باید د دوی سیمې ‍‍‍‍‍‍ته د بیا رغونې برخه کې پاملرنه وشي.

مولوي عظیم الله غفاري چې ددغې سیمې د خلکو استازیتوب کوي وايي چې ددوی خلک کوم د پام وړ زراعت او مالداري نه لري او یوازیني عواید یې د همدغه سرو زرو استخراج و چې په وینا یې اوس پرې ددولت لخوا بندیز لګول شوی.

" ددې خلکو عواید د سرو زرو راویستل وو، په دې غونډیو کې یې له شل مترو څخه تر څلویښتو مترو تونلونه جوړ کړي له هغې به یې شګې راویستلې او چاڼولې به یې چې د ورځې به یې له یوه څخه تر درې مثقاله سرو زرو پورې تر لاسه کول، خو ددغې پروژې په راتګ سره په خلکو دغه عواید هم دریدلي دي، او دغه پروژه بیا ددې پرځای چې دوی په کار وګوماري خپل کاریګر يې له نورو ځایونو راغوښتي"

د سیمې یو بل اوسیدونکی قربان علي وايي: "دغه شرکت چې د سروزرو د کان د راسپړلو قرار داد ورسره شوی باید زموږ د خلکو اړتیاوې پوره کړي، موږ برق ته اړتیا لرو، د څښلو پاکې اوبه نه لرو او د امو د سیند اوبه څښو، زموږ کلي ته نږدې کلینک نه شته ښوونځي مو ودانۍ نه لري، لنډه دا چې موږ له ډیرو هغو نعمتونو بې برخې یو چې دافغانستان نور خلک یې لري نو له دولته غواړو چې په دغه کمپنۍ دا ومني چې زموږ مشکلات حل کړي"

د تخار د والي ویاند د دغې سیمې د خلکو ټولې ستونزې مني او وايي چې د هغه قرارداد له مخې چې ددغې کمپنۍ سره شوې باید د کان ۶۵ فیصده کاریګر د سیمې له خلکو ونیول شي، او ددې تر څنګ باید دغه کمپنۍ په سیمه کې د یو ښوونځي ودانۍ هم جوړ کړي.

توحیدي وايي چې دوی به هم کوښښ وکړي چې ددغې سیمې خلکو ته ځينې صحي او ترانسپورتي اسانتیاوې برابرې کړي.

XS
SM
MD
LG