د لاس رسي وړ اتصالات

حکومت او طالبان دواړه د مالدیپ خبرې ردوي


حکومت او طالبان دواړه د مالدیپ خبرې ردوي
حکومت او طالبان دواړه د مالدیپ خبرې ردوي

نیویارک ټایمز د مۍ په ٢٢مه لیکي، افغان حکومت او د طالبانو استاځیو، د شنبی په ورځ هغه رپوټ رد کړی دی چې وايي په مالدیپ کې ددوی ترمنځ د سولی خبرې شويدي.

هغوی وېلی دی چې دغه غونډه به ددې سبب نشی چې کومه مهمه نتېجه ترېنه راووزی.

د مالدیپ د جمهوررئېس محمد نشېد دفتر د پنجشنبی په ورځ اعلان کړی و چې دده حکومت ددغو خبرو په تنظېمولو کې، په دې اسره باندی مرسته کړی وه چې په سېمه کې سوله راولی.

په دغه غونده کې تقرېبا د لسو نه نېولی تر شلو پوری استاځېو چې په هغو کې د افغانستان د پارلمان غړی هم وو په دغو خبرو کې برخه اخېستی وه چې په افغانستان کې د جگړې د پاېته رسولو امکانات وڅېړل شی. دحکومت چارواکېو دا خبره تائېد کړیده.

ورځپاڼه دېوه چارواکی له قوله لېکی چې د مخالفېنوپه استاځیو کې د طالبانو او د مجاهدېنو پخوانی غړی چې په هغو کې د حزب اسلامی غړی هم شامل وو.

په دغه غونډه کې موجود وو. د حزب اسلام مشر گلبدېن حکمتیار په افغانستان کې دخارجی قواو سره مخالفت کوی. خو دافغانستان حکومت په دې کې برخه نلرله او دا بحثونه دسولی رسمی خبری نه وې.

د حکومت یوه نطآق دسولی په لور د هرډول هڅو هرکلی وکړ. خوهغه ووېل چې داسی خبری دی په هېواد کې دننه وشی.

د طالبانو له خوانه په برېښنا لېک کې ېوه بېانېه خپره شوېده او دغه رپوټ ېې بابېزه او بې بېنېاد ه بللی دی چې ددوی استاځېو په کې برخه اخېستی ده. هغوی وېلی دی چې هغو کسانو چې د طالبانو په نامه په دغو خبروکې برخه اخېستی ده هغوی همدا اوس هم د حآمد کرزی حکومت ته تسلېم شوېدی.

په بېانېه کې ویل شوېدی چی په د توگه هغوی د افغان حکومت نماېندگی کوله. طالبانو ېوځل بېا خپله غوښتنه تکرار کړېده چې خارجی قواوی د ې له کوم شرط نه پرته سمدلاسه له افغانستان څخه ووزی.

دافغانستان د پارلمان د غړېو په جمله کې ارسلارحمانی ، خالد فاروقې شامل وو اوهغه ووېل چې داغونډه اېران تنظېم کړی وه،خو کومی مستقلی منبع داخبره نده تائېد کړی.

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکی چې داسوشتېد پریس اژانس د امريکا دخارجه وزارت دنطآق فیلیپ کراولی له قوله لېکی چی موږ دافغانستان د حکومت په واسط د سولی د خبرو ملاتړ ته ادامه ورکوو چی هغو طآلبانو ته دروازه خلاصه کړی چې له مرگ ژوبلی نه لاس واخلی او دخپلو هېوادوالو بشری حقوقو ته احترام وکړی.

XS
SM
MD
LG