د لاس رسي وړ اتصالات

قربانیانو سره د خواخوږۍ لپاره د درې ورځو ملي ماتم اعلان


یوازې د پنجشیر په ولایت کې د واورې د ښوئیدو په پیښو کې د قربانیانو شمیر ۱۸۷ کسانوته رسیدلی دی
یوازې د پنجشیر په ولایت کې د واورې د ښوئیدو په پیښو کې د قربانیانو شمیر ۱۸۷ کسانوته رسیدلی دی

په داسې حال کې چې افغان حکومت د واورې د ښوئیدو د پیښو د قربانیانو کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو لپاره درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی د مرستې رسونې مامورین وایي چې نن شنبې په ورځ په واورو د بندو لارو د بیرته پرانستلو کار هم پیل شو.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې د عالي کمیسیون د مرستو هم آهنگ کوونکي

ویس احمد برمک امریکا غږ ته له پنجشیر ولایت نه د ټیلیفون په لیکه وویل چې نن د بدخشان او پنجشیر په ولایتونو کې د دغو ولایتونو له مرکزونو د ولسوالیو په لور د غزیدلو لارو د بیرته پرانستلو کار پیل شو.

ښاغلي برمک وویل چې اوس زیاته پاملرنه دې ته ده چې زیانمنو شوو کورنیو ته د ځمکې له لارې مرستې ورسول شي

همداشان ښاغلي برمک وویل چې د هوا له لارې زیانمنو شوو سیمو ته طبي ټیمونه او درمل هم استول شوي دي او هم په یو شمیر هغو سیمو کې چې پرې زیاتې واورې وریدلي د هوا نه خواړه او کمپلې اچول شوي دي.

د ملي ماتم اعلان

افغان حکومت د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د واورو ښوئیدو په پیښو کې د لسګونو افغانانو د وژل کیدو وروسته د مصیبت ځپلو کورنیو سره د غمشریکۍ لپاره په هیواد کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی.

د ملي ماتم د اعلان پریکړه تیر ماښام وروسته له هغې چې جمهوررئیس محمد اشرف غني په پنجشیر کې د مصیبت ځپلو کورنیو د غړو سره و کتل د هغه په مشرۍ د کابینې په غونډه کې وشوه.

د ارګ نه په یو خپورشوي بیان کې ویل شوي چې د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې د جمعې د ماښام فوق العاده غونډې د هېواد په بېلابېلو ولایتونوکې د وروستیو طبیعي پېښو له امله د سر رامنځته شوي زیانونه یوه ستره غمیزه وبلله او سر له شنبې څخه یې په ټول افغانستان کې د درې ورځو لپاره ملي ماتم اعلان کړ.

دا بیان وایي چې په دغو درې ورځو کې به په ټول افغانستان او په بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان په سفارتونو او سیاسي نماینده ګیو کې د د افغانستان بیرغ نیم ځوړند وي.

همداشان د کابینې په غونډه کې له دیني عالمانو، قومي مشرانو، مخورو او له ټول افغان ولس څخه هم وغوښتل شول چې په خپلو سیموکې د وروستیو طبیعي پیښو کې د وژل شوو کسانو د فاتحې مراسم ترسره او د قرآن عظیم الشان ختمونه وکړي.

دا بیان وایي چې د وروستیو طبیعي پیښو کې د وژل شوو کسانو د فاتحې او د قرآن عظیم الشان د ختم مراسم به سبا ته د یکشنبې په ورځ د ارګ په جامع جومات او د کابل ښار په نورو جوماتونوکې تر سره شي.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې واورې او بارانونه وشول چې ورسره د واورې د ښوئیدو او سیلابونو له امله د پنجشیر، بدخشان، بامیان، لغمان، ننګرهار او تخار ولایتونو کې دوه سوه دیرش کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې د عالي کمیسیون د مرستو هم آهنگ کوونکي ویس احمد برمک امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې یوازې د پنجشیر په ولایت کې د واورې د ښوئیدو په پیښو کې د قربانیانو شمیر ۱۸۸ کسانوته رسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG