د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت: جمعیت علما اسلام ګوند دې پروسله والو له خپل نفوذ کار واخلي


افغان حکومت له مولانا فضل الرحمان څخه غوښتي چې سیمه کې د جګړې د پای ته رسیدلو لپاره دې له خپل نفوذ څخه کار واخلي
افغان حکومت له مولانا فضل الرحمان څخه غوښتي چې سیمه کې د جګړې د پای ته رسیدلو لپاره دې له خپل نفوذ څخه کار واخلي

افغان حکومت وایي، د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د پاکستان د جمعیت علما اسلام له ګوند څخه یې تمه داده چې د یوې اسلامي مذهبي ډلې په توګه په سیمه او په ځانګړي ډول په افغانستان او پاکستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره کار وکړي.

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت معین داعی الحق عابد وویل، چې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د پاکستان د جمعیت علما اسلام ګوند اجتماع ته افغان دیني عالمان نه دي بلل شوي.

ښاغلي داعی الحق عابد امریکا غږ سره په خبرو کې د پاکستان د جمعیت علما اسلام د ګوند مرستیال او د پاکستان د سنا د مجلس مرستیال مولانا عبدالغفور حیدري د تیرې ورځې څرګندونو په اړه چې په کې هغه د پاکستاني طالبانو څخه د جګړې څخه د لاس اخیستلو او په دغه ګوند کې د شاملولو غوښتنه کړې، وویل چې د پاکستان د جمعیت علما اسلام ګوند یوه مذهبي ګوند دی او د افغانستان تمه داده چې دا کوند به په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره پر وسله والو ډلو له خپل نفوذ څخه کار واخلي.

ښاغلي عابد وویل " دا چې هغه د خپل ګوند اجتماع راغواړي او طالبان د سولې بهیر او یا سیاسي بهیر سره یوځای کیدو ته وربولي، کیدای شي چې د پاکستان خلکو ته ګټور وي، خو هغه څه چې زمونږ تمه ده، جمعیت علما پاکستان د یوې دیني مرجع او دیني ارزښتونو ته په باملرنې باید په سیمه کې د سولې د ټینګیدو یوه وسیله شي او هڅه وکړي چې د دوو هیوادونو او هغه جریانونه چې په افغانستان کې د کړکیچ سبب شوي، پرې نږدې چې له دې زیات کړکیچ ته دوام ورکړي اوافغانستان او پاکستان د دوو مسلمانو هیوادونو په توګه یو بل ترڅنګ په سوله کې ژوند وکړي ".

د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ پاکستان د جمعیت علما اسلام ګوند مرستیال تیره ورځ پیښور سره نږدې د خپل ګوند د اجتماع د جوړولو وړاندې پاکستاني طالب وسله والو ته بلنه ورکړه چې وسله دې په ځمکه کیږدي او له دغه ګوند سره دې یوځای شي.

د کعبې شریفې یو امام شېخ صالح الطالب ته د پاکستان د جمعیت علما اسلام د ګوند دغې اجتماع کې د ګډون بلنه ورکړل شوې او هغه هم تیره ورځ پیښور ته رسیدلی دی. په دغه اجتماع کې د کعبي د یو امام د ګډون سربیره د سعودي عربستان د مذهبي چارو وزير هم برخه لري.

دغه ګوند د دې درې ورځنۍ اجتماع چې نن پیل شوه هدف د ګوند د تاسیس سل کاله پوره کیدل ښودلې دي.

د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د پاکستان د جمعیت علما اسلام ګوند په اجتماع کې د سعودي وتلي دیني عالم د ګډون په اړه افغان حکومت خوشبینه دی چې په دغه اجتماع کې د هغه ګډون به سخت دریځې ډلې سولې ته وهڅوي.

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت معین داعی الحق عابد وویل چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان په اړه د حرم شریف دریځ ډیر ښه وو.

ښاغلي عابد وویل " په دې کې شک نشته چې حرم شریف په وروستیو کلونو کې هم د افغانستان او هم د تروریزم په اړه ښه دریځ درلود، زمونږ تمه داده که هغوی د یو څرګند پیغام سره پاکستان ته راشي او په پاکستان کې سخت دریځې ډلې په سیمه کې سولې ته وهڅوي شاید یو ښه اقدام وي ، خو دمخه چې هغوی کوم پیغامونه خپاره کړې هڅوونکي وو، زمونږ تمه او امید دادی چې پاکستان ته د هغوی سفر یو مثبت قدم وي ".

د افغانستان او پاکستان د چارو کارپوهان داګڼي چې د دې اجتماع جوړول د پاکستان د حکومت یوه هڅه ده چې غواړي پاکستاني طالبان پاکستان حکومت سره سولې ته وهڅوي.

د افغانستان د چارو یو کارپوه احمد سعیدي امریکا غږ ته وویل چې د کعبې شریفې د امام مرستیال به د دغې اجتماع په پای کې د پاکستان د پوځ پر وړاندې د پاکستاني طالبانو د جګړې د مشروعیت په اړه فتوا هم ورکړي.

د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د پاکستان د جمعیت علما اسلام ګوند دا اجتماع په داسې حال کې جوړه کړې چې په افغانستان او پاکستان کې د سخت دریځو ډلو د فعالیتونو له امله سیمه کې امنیتي اندیښنې زیاتې شوي چې له امله یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې ترینګلتیا ډیره شوې ده.

XS
SM
MD
LG