د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د والیانو صلاحیتونه زیاتوي


د دغو دولسو والیانو وړاندې ذ دیارلسو نورو ولایتونو والیانو هم په ډله ایز ډول له ولسمشر غني او نورو چارواکو سره لیده کاته کړي وو.
د دغو دولسو والیانو وړاندې ذ دیارلسو نورو ولایتونو والیانو هم په ډله ایز ډول له ولسمشر غني او نورو چارواکو سره لیده کاته کړي وو.

د دولسو ولایتونو والیان چې په کابل کې یې د افغان حکومت له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته کړي وايي، حکومت پریکړه وکړه چې په سیمه‌ایزو حکومتي ادارو کې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره د والیانو واک زیات کړي.

د فراه والي محمد آصف ننګ چې د پنجشنبې په ورځ یې په کابل کې د دولسو ولایتونو د والیانو په استازیتوب خبریالانو ته معلومات ورکول وویل، چې د هغوی صلاحیتونه په امنیتي، پراختیايي پروژو، کانونو، د ولسوالانو د ارزونې او د عایداتو په برخو کې زیات شوي دي.

ښاغلي ننګ وویل، له دې وروسته والیان دا صلاحیت لري چې د یوه ولایت د امنیتي ځواکونو د شمیر او د هغوی د وسلو او مهماتو ارزونه وکړي، چې له دې مخکې والیانو دا صلاحیت نه درلود.

د فراه والي وویل "مثلاٌ موجودي د امنیتي قواو، چې پخوا پکې والیانو نقش نه درلود، اوس موږ کولی شو پوښتنه وکړو چې څلور زره تشکیل ده آیا څلور زره ټول موجود ده که څه کمبودات لري؟ د وسلو او تجهیز له لحاظه هم دغه مسئله یاده شوه، مثلاً د غیر مسئول افرادو په برخه کې والیان کولی شي تصمیم ونیسي او هم د ولسوالانو د ارزیابۍ او د ادارې د نورو قدمونو د ارزیابۍ صلاحیت خو د یو میکانیزم له لارې، چې دغه هم والیانو ته سپارل شوی دی."

اقتصادي او پراختیايي صلاحیتونه

په همدې توګه ښاغلي ننګ اقتصادي او پراختیايي پروژو ته په اشارې وویل، چې حکومت په پام کې لري د افغانستان په کچه د اوبو او بریښنا ۲۱ بندونه جوړ کړي چې له دې شمیرې درې یې تر کار لاندې دي.

هغه وویل "د سلما بند د بشپړیدو په حال کې دی او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي، د کمال خان بند چې کار یې شروع دی او د بخش‌آباد بند چې ژر به یې کار پیل شي، دا یو له لویو بندنو څخه دی چې فراه ولایت ډیرې برخې به د کرنې لاندې راولي."

د فراه والي دغه راز وویل، چې په راتلونکې اونۍ کې به له ایران څخه فراه ته د وارداتي بریښنا یو تړون هم لاسلیک شي.

په همدې توګه ښاغلي ننګ وویل، چې له دې وروسته به د پراختیايي پروژو ټول مسئولین والیانو ته ځوابویونکي وي او والیانو ته صلاحیت ورکړل شوی، هغه پروژې چې له اوږدې مودې راهیسې ورباندې کار روان دی او چارې بشپړې شوې نه دي، قراردادونه یې فسخ کړي.

محمد آصف ننګ زیاته کړه، افغان حکومت پریکړه کړې چې په ټولو سرحدي ولایتونو کې لویې پروژې پلې کړي چې له مخې به یې دغه ولایتونه ترانزیتي او سوداګریز حیثیت پیدا کړي.

د ښاغلي ننګ پر وینا والیانو ته صلاحیت ورکړل شوی هغه کسان چې په خپل سر د کانونو په ایستلو لاس پورې کوي د هغوی مخه ونیسي.

ښاغلي ننګ وویل، حکومت پریکړه کړې، هغه ولایتونه چې د عایداتو ټاکل شوی هدف پوره کړي، له هغې پورته ۵ په سلو کې عاید هماغه ولایت ته ورکول کیږي.

د سرپل او غزني ولایتونو ناامنۍ

غونډې ته د سرپل ولایت والي محمد ظاهر وحدت وویل، په دغه ولایت کې امنیتي ځواکونه د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې په څلورو خواو کې په عملیاتو بوخت دي او لا هم د کوهستاناتو ولسوالۍ د طالبانو تر ولکې لاندې ده.

د سرپل والي وویل شاوخوا دوه میاشتې مخکې په دغه ولایت کې امنیتي حالت زیات خراب وو او جګړه د سرپل ښار دروازو ته رسیدلې وه خو اوسمهال امنیتي وضعیت څه ناڅه ښه شوی دی.

"موږ په څلورو ولسوالیو او د ولایت د مرکز په ختیځ کې چې شرمها ته رسیږي، په شمال کې له جوزجان ولایت سره نښلي او په ختیځ کې د بلخ ولایت له شولګر ولسوالۍ سره نښلي، هلته یو اړخیزه عملیات پایلې نه لري، له پوځي اړخه په کار ده چې په بلخ، جوزجان او سمنګان ولایتونو کې همغږي عملیات ترسره شي، زه تائیدوم چې کوهستانات لا هم د طالبانو په واک کې دی او جګړه هلته دوام لري، پوځي حالت ورکې حاکم دی."

ښاغلي وحدت په شمالي ولایتونو کې ناامني د افغانستان د سیاسي حالاتو پورې تړلی وباله او وې ویل، که د افغانستان او سیمې په کچه د سولې له خبرو او سیمه‌ایزو لویو برنامو څخه مثبتې پایلې ترلاسه شي، نه یواځې په شمال بلکې په ټولو ولایتونو کې به امنیتي حالت ښه شي.

په همدې توګه د غزني والي محمد امان حمیمي خبریالانو ته وویل، د غزني ولایت د ناامنو په اړه یې له پخوا افغان ولسمشر او امنیتي چارواکو سره بشپړ راپور وړاندې کړی وو چې له مخې یې د دغه ولایت د جاغوري او قره باغ ولسوالیو کې ۱۱ نوې پوستې جوړې کړي.

د ښاغلي حمیمي پر وینا دد غو امنیتي پوستو له جوړلو وروسته او په دغه ولایت کې د نویو بدلونونو له مخې دا مهال د غزنې ولایت امنیتي حالت ښه شوی دی.

XS
SM
MD
LG