د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د ځوانانو د وړتیاو لوړولو پروګرام پیل شو


په کابل کې د شپږو ولایتونو د ځوانانو د استازو غونډه
په کابل کې د شپږو ولایتونو د ځوانانو د استازو غونډه

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په نوښت او د کلیو او پراختیا وزارت په همغږۍ د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د ځوانانو د وړتیاو د لوړولو ، ځوانانو ته د کاري زمینو برابرولو ، له نشه يي توکو څخه د ځوانانو د ژغورلو ، او د ځوانانو د فزیکي روزنې په هدف د لوبې یا پلې په نوم یو پروګرام پیل کړ.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې چارواکي وايي چې دغه پروګرام د افغانستان په شپږو غزني، میدان وردګ، لوګر،‌ پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو په نهه ویشت ولسوالیو کې پلی کیږي.

د دغه نوښت هدف په دریو برخو کې د ځوانانو لپاره په بنسټیزه توګه کار کول، د ورزشي سیالیو برابرول او د ځوانانو لخوا د رهبرۍ د پروګرامونو جوړول ښودل کیږي.

د سیمه اییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال فرید ماموندزی وايي چې د دغه پروګرام له مخې به ۱۲۶ زره ځوانان چې نجونې هم په کې دي، ګټه واخلي.

د ماموندزي په وینا د لوبې په نوم دغه پروګرام به نجونې او هلکان چې عمرونه یې له ۱۳ څخه تر ۳۰ کلونو پورې دي، ځواکمن کړي او د ځوانانو د بدني روزنې او کاري فرصتونو د ګډو فعالیتونو له لارې به د سیمه اییزې پراختیا او حکومتولۍ په بهیر کې د هغوی استازیتوب، ګډون او مشرتوب زیات کړي.

ښاغلی ماموندزی وايي "له دغه پروګرام سره ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي‌ او هغه څه چې د دوی په توان کې دي ورڅخه کار واخلي او د هغه تاوتریخوالي مخنیوی وکړي چې په څو اونیو کې موږ او تاسې په تخار ، کندز او نورو ولایتونو کې شاهدان وو، زه هیله من چې وروسته له دې د افغانستان له ولایتونو څخه ښه او مثبت خبرونه را ووځي ، هغه خبرونه چې د افغانستان ولس ورته په تمه دی".

چارواکي وايي چې د افغانستان په دغو شپږو ولایتونو کې یې د ځوانانو ستونزې او اړتیاوې د ولسوالیو په ستراتیژیکو پلانونو کې څیړلې دي او پرې به په ګډه کار کوي.

د پلې یا لوبې په نوم دغه پروګرام له مخې په پام کې ده چې د افغانستان په ښوونځیو کې په بیلابیلو برخو کې پنځلسو ورزشي میدانونه هم جوړ کړای شي چې ټول لګښت یې درې اعشاریه شپږ میلونه ډالر کیږي او د امریکا د پرمختیايي ادارې لخوا تمویلیږي.

همدا شان په پام کې ده چې له ځوانانو سره مرسته وشي چې خپل باور ، اړیکې او د مشرتابه مهارتونه پیاوړي کړي تر څو په دې وتوانیږي چې له دولتي چارواکو او مشرانو سره تماس ونیسي او په منظمه توګه په سیمه اییزه پرمختیايي فعالیتونو او د حکومتوالۍ په چارو کې برخه واخلي.

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین تیمور شاه اسحاق زی وايي تر هغې چې په ځوانانو پانګونه ونه شي او ځوانانو ته په جدي توګه پام ونه شي، نو شونې نه ده چې ټولنه پرمختګ وکړي.

د ښاغلي اسحاق زي په وینا د ځوانانو استعدادونه ته هم باید وده ورکړل شي او د ګډون زمینه ورته برابره کړای شي.

ښاغلی اسحاق زی وايي "ځوانان کولای شي چې د ښې حکومتدارۍ په برخه کې ډیر قوي برخه واخلي ، په هغه صورت کې چې دوی سهیم شي په اداره کې".

خو له شپږو ولایتونو څخه راغلي یو شمیر ځوانان وايي که څه هم دغه راز پروګرامونه د ځوانانو لپاره ډیر ګټور دي ، خو لکه څنګه چې لازمه ده په ټولیزه توګه نه شي کولای چې د ځوانانو ستونزې اوارې کړي.

ښاغلی زیار وايي "د ځوانانو یوه لویه ستونزه بیکاري ده ، که دوی ته کار پیدا شي د امنیت په برخه کې ګټه رسولی شي، د نشه يي‌ توکو د استعمال او قاچاق کچه ډیره ټیټیدلی شي‌ او په نورو ډیرو برخو کې مثبت بدلون راتللی شي".

د لوبې په نوم د پروژې په پلي کیدو سره به ځوانان په فعاله توګه د ټولنیزې تصمیم نیونې ، پلان جوړونې او د هغوی په کلیو کې د خدمتونو په ترسره کولو کې برخه واخلي.همدا شان ځوانان به د مشرتابه په برخه کې خپلې ستونزې او اندیښنې له ځايي مشرانو سره شریکې او په ګډه به پرې کار وکړي.

XS
SM
MD
LG