د لاس رسي وړ اتصالات

صدیقي: حقاني شبکې د طالبانو جنګي قومانده اخیستې


صدیق صدیقي او دولت وزیري دغه خبریالانوته وویل، د شفق په عملیاتو کې د طالبانو مهم قوماندانان وژل شوي دي.
صدیق صدیقي او دولت وزیري دغه خبریالانوته وویل، د شفق په عملیاتو کې د طالبانو مهم قوماندانان وژل شوي دي.

په داسې وخت کې چې افغان ځواکونه اوس مهال په ۱۵ ولایتونو کې په ۱۹ پلان شويو عملیات کار کوي او هره ورځ د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې له طالبانو سره په جګړه اخته دي، د کورنیو چارو وزارت وايي چې د طالبانو د جګړې مشري د حقاني شبکې په غاړه اخیستې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې اصلي تهدید په افغانستان کې ترهګرې ډلې دي چې پکې القاعده، طالبان، حقاني شبکه او داعش شامل دي.

د ښاغلي صدیقي په وینا دغه شبکې به یو بل سره نږدې همکاري کوي "تاسو خبر یاست چې د ټولو عملیات قومانداني حقاني په غاړه اخیستې ده، حقاني یا القاعده دا ټولې ډلې یو شان دي خو په بیلابیلو نومونو په خواشینۍ سره دوی یو تهدید دی، خو ټول امنیتي بحثونه چې کیږي او یا هم په ملي امنیتي ستراتیژۍ کې دا مسله واضح ده دوی موږ لپاره تهدید دی د دوی پر وړاندې مبارزه د افغانستان د امنیت لپاره مبارزه ده".

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري په نننۍ ګډې خبري ناسته کې وویل چې دوی په اوس وخت کې په ځان بسیا دي او کولای شي چې په هر ځای کې عملیات ترسره کړي، خو ځیني وخت د بهرنیو ځواکونو څخه په هوايي برخه کې مرسته غواړي .

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د نیویارک ټایمز د هغه رپوټ په هلکه چې پکې ویل شوي په کراره کراره بهرني ځواکونه یو ځل بیا د افغانستان په جګړه کې ښکیل کیږي، وویل چې دوی اوس دا وړتیا پیدا کړې چې په یوازې توګه عملیات ترسره کړي.

جنرال وزیري وویل " ... په محاربوي عملیاتو کې نړیوال یا بهرني ځواکونه په ځمکنیو عملیاتو کې مونږ سره برخه نه لري، نړیوال ځواکونه که امریکایي دي او که ناټو یوازې مونږ سره په هوایي برخه کې مرسته کوي".

همداشان جنرال وزیري وویل چې کله هم افغان ځواکونه د شپنیو عملیاتو کې د ستونزو سره مخ شي نوله نړیوالو ځواکونو مشوره اخلي.

خو جنرال وزیري په ټینګار وویل چې شپني عملیات په بشپړه توګه د افغان امنیتي خواکونو له خوا پرمخ وړل کیږي.

له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د شفق په نوم عملیاتو په لړ کې په تیرو پنځوس ورځو کې یې د وسله والو طالبانو مهم قوماندان د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې وژلي او یا هم نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي په کندهار کې د طالبانو نومول شوی والي حاجي لالا له خپل مرستیال سره، په فراه کې ملا غني له خپلو دریو ملګرو سره، په بدخشان کې قاري زبیر له خپلو دریو ملګرو سره، په کندز کې قاري سلیم چې د طالبانو پوځي‌ مسول و د افغان امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی، همدا شان د کندز په دشت ارچي کې د طالبانو د نومول شوي والي مرستیال عبدالهادي هم له منځه وړل شوی، په کندز کې د طالبانو یو بل قوماندان قاري نجیب هم له منځه وړل شوی،له بلې خوا د کندز - تخار پر لویه لار د طالبانو یو بل قوماندان ملا سلام هم د خاصو ځواکونو لخوا په عملیاتو کې وژل شوی، په جوزجان کې ملا عبدالرحمان، د سنګچارک نومول شوی ولسوال ملا عزیز الله نیول شوی، په تخار کې ملا حسن مشهور په ابوبکر او دغه راز نور هم په بیلابیلو ولایتونو کې له منځه وړي دي.

د افغانستان د امنیتي سکتور ویاندیان وايي چې هلمند ولایت کې لا اوس هم جګړه روانه ده، خو دوی یې پروړاندې پراخ عملیات پیل کړي دي.

ښاغلي صدیقي وویل "موږ په هلمند کې د نورو ولایتونو په پرتله له زیاتو تهدیدونو سره مخ یو او له همدې کبله مو زیات شمیر سرتیري هم هلته استولي ترڅو وضعیت بدلون پیدا کړي".

چارواکي وايي چې د تیر کال په پرتله د افغان امنیتي ځواکونو په تلفاتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی او دلیل یې هم د جګړې په ډګر کې د ښې تجربې ترلاسه کول، د ښو وسایلو شتون او په ښه توګه پوځي اکمالات دي، چې دښمن ته یې سخت زیانونه اړولي دي.

XS
SM
MD
LG