د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت: لومړی جګړه بیا سوله


د افغان حکومت د بیلابیلو ادارو دغو ویاندویانو خپلو وسله والو مخالفانو سره د جګړې خبره د کابل د سه شنبې د برید وروسته کړې ده.
د افغان حکومت د بیلابیلو ادارو دغو ویاندویانو خپلو وسله والو مخالفانو سره د جګړې خبره د کابل د سه شنبې د برید وروسته کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ نن د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د جمهوري ریاست، اجرائيه ریاست او سیمه ایزه ارګانونو ویاندویانو سره یو ځای ګډ خبري کنفرانس ته وویل چې ددغې شورا سلاکار محمد حنیف اتمر دغه پیغام چیني چارواکو ته د خپل ددې اونۍ د سفر په ترڅ کې رسولی دی.

ښاغلي غورځنګ وویل" د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د سلاکار خبرې د سولې د پروسې په ارتباط ډېرې واضحې وې، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي امنیت سلاکار وویل چې د افغانستان حکومت د هغو خلکو سره چې د افغانستان د خلکو په وړاندې ترورستي اعمالو ته ادامه ورکوي سوله نه کوي، بلکې هماغسې چې د افغانستان جمهور رئيس ویلي دي، د سولې راتلوونکې نقشه او لاره به د جګړې په ډګر کې د افغانستان مسلح قوتونه ټاکي، نو بنا زمونږ لومړیتوب فعلا جګړه ده او د افغانستان د خلکو څخه دفاع ده."

همدغې خبري ناستې ته د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل هم وویل چې وسله والو طالبانو او نورو وسله والو مخالفو ډلو د افغانستان د حکومت د سولې پیغام ته په جنګ ځواب ورکړی دی، هغه وویل چې افغان حکومت هم چمتو دی، چې د جنګ ځواب په جنګ ورکړي.

ښاغلي فیصل وویل امنیتي ځواکونو ته امر شوی دی، د ټولو امکاناتو څخه په استفاده د ټولو لارو څخه په ګټې اخېستنې په هر ځای کې او هر حال او هر زمان کې ترورستي ډلې په نښه کړي، هغوی له منځه یوسي او نشت او نابود یې کړي، مونږ له خپلو خلکو په هر قیمت چې وي دفاع کوو.

جاوید فیصل وویل چې تر هغه چې د افغانستان بهر د وسله والو مخالفانو پټنځایونه، د روزنې ، درملنې او ماليي تمویل سرچینې نه وي وچې شوي، په افغانستان کې به دا حالات همدغسې دوام ولري.

هغه وویل چې دې لپاره چې د کابل د تېرې سه شنبې د ورځې برید د افغانستان د جغرافيې څخه بهر ترتیب شوی وو، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د پاکستان د صدراعظم په بلنه دغه هیواد ته د مۍ په دوهمه او درېیمه خپل سفر وځنډوه.

دې خبري ناستې د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د سه شنبې د ورځې د قربانیانو د کورنیو سره د افغان حکومت د مرستو یادونه وکړه او وې ویل چې یو کمیسیون ددغې پېښې د ابعادو په څېړنو کار کوي.

هغه وویل چې د پېښې د قربانیانو د درناوی لپاره به د جمعې په ورځ د افغانستان په دننه او بهر کې ددغه هیواد بیرغ نیمه ځوړنده وي، دا ډول هغه وویل چې جمهور رئیس ټولو والیانو ته امر کړی، چې ددغې پېښې د قربانیانو د دوعاء لپاره د جمعې له لمانځه وروسته فاتحې واخلي.

دواخان مینه پال د هغو ډلو په وړاندې چې سولې ته حاضر ندي د جدي اقداماتو غوښتنه یو ځل بیا تکرار کړه، وې ویل چې دوی اوس پدې برخه کې د پاکستان اقداماتو ته سترګې په لار دي.

ښاغلي مینه پال وویل اوس په پاکستان پورې اړه لري، عملا لیدل کیږي، چې ځینې کړۍ سوله نه کوي او جګړې ته دوام ورکوي او د دوی مراکز او د دوی ځایونه هلته دي، دا به د پاکستان تعهد او د پاکستان اقدام کتل کیږي، چې څومره تعهد ته ژمن پاتې کیږي او اقدام کوي په وړاندې.

هغه یو ځل بیا د ولسمشر غني هغه خبره تکرار کړه، چې د کابل د پېښې د قربانیانو د وینې انتقام به اخلي.

د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال وویل چې د یوه خبریال د پوښتنې په هکله چې ولې افغان حکومت د هغه طالب چارواکو چې د افغانستان د محاکمو له خوا د اعدام سزا پرې ختلې او نه یې اعداموي؟ په ځواب کې وویل چې دا د افغانستان په قضاء پورې تړلې ده او د افغانستان قضاء خپلواکه ده.

د سیمه ایزه ارګانونو د ادارې ویاندې منیره یوسفزاده وویل چې تر پرونه د افغانستان په اتلسو ولایتونو کې درې ملیونه سي سي وینه ددغې پېښې د ټپيانو لپاره راټوله شوې ده

XS
SM
MD
LG