د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان حکومت لوړپوړی پلاوی سبا پاکستان ته ځي


په کابل یو شمیر ولایتو کې د مخالفو وسله والو د بریدونو وروسته افغان حکومت د پاکستان په وړاندې خپله پالیسۍ کې بدلون راوستی دی
په کابل یو شمیر ولایتو کې د مخالفو وسله والو د بریدونو وروسته افغان حکومت د پاکستان په وړاندې خپله پالیسۍ کې بدلون راوستی دی

افغان حکومت وایي اسلام اباد ته د دغه حکومت تلوونکی پلاوی به له پاکستاني چارواکو څخه په دغه هیواد کې د افغان حکومت د میشتو مخالفو وسله والو پر وړاندې د اقداماتو غوښتنه وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي امریکا غږ سره په مرکه کې د پنجشنبې په ورځ د کابل نه اسلام اباد ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په مشرۍ د یو پلاوي سفر تائید کړ او وې ویل چې پاکستان ته د پلاوي د سفر هدف د دغه هیواد چارواکو ته د افغان حکومت د دریځ څرګندول دي.

ښاغلي هاشمي وویل "همدارنګه د هغه وړاندیز د عملي کیدو په سر به هم د پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي چې جمهوررئیس غني پرې د پاکستان د صدراعظم او د پاکستان د ټولو ځواکونود مشر جنرال راحیل شریف سره غږیدلی دی په دې وړاندیز کې د هغو ویره اچوونکو او تروریستي ډلو په خلاف د اقداماتو د پورته کولو لپاره لارې چارې په نښه شوي چې د پاکستان په دننه کې دیره دي او د افغانستان د خلکو په وړاندې فعالیتونه ترسره کوي".

ښاغلي هاشمي وویل چې افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر سره په دغه سفر کې به د دفاع د وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزی او د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل هم ملګري وي.

ښاغلي هاشمي په کابل کې د میشتو بهرنیو هیوادونو د سفیرانو سره د جمهوررئیس غني د سه شنبې د ورځې د خبرو په باب وویل چې جمهوررئیس دغو دپیلوماتانو ته د روانو مسلو په باب د افغانستان دریځ څرګند کړ.

ښاغلي هاشمي وویل "او د افغانستان د حقانیت په باب یې خبرې وکړي چې افغانستان د ترویزم قرباني شوی دی، او د ډیرو هڅو سره سره د سولې د خبرو د بریالیتوب لپاره کوم ځواب چې مونږ ترلاسه کړی د جنګ ځواب وو".

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند وویل چې افغان پلاوی به د پاکستان په وړاندې د افغان حکومت د نوي دریځ په باب پاکستاني چارواکو ته وضاحت هم وړاندې کړي او هم کومې غوښتنې چې افغانستان یې له پاکستان لري په اړه به یې پاکستاني لورې ته وضاحت ورکړي.

هاشمي وویل "کوم ځانګړې غوښتنې چې موږ له پاکستاني اړخ لرو او هغه دا دي چې کوم ځانګړی تعریف چې پاکستان یې د خپل ځان او خپلو خلکو لپاره د تروریزم څه لري همغه دې افغانانو او افغانستان په هکله هم تطبیق کړي، هغه ډلې چې د پاکستان په دننه کې غونډې جوړوي او د افغانستان د خلکو پر خلاف د جګړې اعلان کوي په کار دي د پاکستان حکومت په دې برخه کې اقدامات وکړي ".

د افغانستان حکومت مشرانو په کابل او د افغانستان په یو شمیر ښارونو د افغان حکومت د مخالفو وسله‌والو د خونړیو بریدونو وروسته د دوشنبې په ورځ د پاکستان په وړاندې خپل دریځ بدل کړ او اسلام اباد یې د اففانانو ترمنځ د سولې په برخه کې په نه همکارۍ تورن کړ.

پاکستان د افغان حکومت دغه نوي دریځ په باب په احتیاط څرګندونې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې افغانستان خپل دوست او ګاونډۍ هیواد بللی او ویلي دي چې دا هیواد هم د تروریزم نه زښت زیات زیانمن شوی دی.

XS
SM
MD
LG