د لاس رسي وړ اتصالات

بلخي: هره ورځ شپږ زره افغانان له پاکستان او ایران وطن ته راستنیږي


په پام کې ده چې د پلازمینې زون د پراختیا د خپلواکه اداره په یوکال کې کابل کې کډوالو ته ۵۰۰۰۰ نمرې وویشي.
په پام کې ده چې د پلازمینې زون د پراختیا د خپلواکه اداره په یوکال کې کابل کې کډوالو ته ۵۰۰۰۰ نمرې وویشي.

افغان حکومت وایي، په تیرو څلوارلسو کالو کې د لومړي ځل لپاره یو ځل بیا له ګاونډیو هیوادونوڅخه خپل وطن ته د افغانانو د راستنیدلو لړۍ تیزه شوې او اوس هره ورځ تر شپږ زروپورې افغان ګډوال له پاکستان او ایران څخه وطن ته راستنیږي چې پکې په خپله خوښه او اجباري کډوال شامل دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي چې هره ورځ له پاکستان څخه څلور زره او له ایران څخه یو زرو او پنځه سوه کډوال هیواد ته راستنیږي.

د ښاغلي بلخي په وینا لا اوس هم په دوو ګاونډیو او ځینو نورو بهرنیو هیوادونو کې اوه اعشاریه دوه میلونه افغانان د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي.

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي نن په کابل کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې تازه راستنو شویو کډوالو ته د کابل په شمال کې د پروان ولایت د باریک آب ښارګوټي کې د کار پیلیدو د تړون د لاس لیک پرمهال وویل چې په دغه ښارګوټي کې به ۱۳۰۰۰ راستانو شوو افغانانو ته د کورونو د جوړولو لپاره نمرې وویشل شي.

سید حسین عالمي بلخي وویل، چې هغه افغان مهاجرین چې په پاکستان کې یې د اوسیدولو اسناد لري بیرته هیواد ته راستنیدلو پروخت ورته د یو این ایچ سي آر لخوا ۳۸۰ ډالر ورکول کیږي او ترڅنګ د لارې مصرف هم ورکول کیږي.

ښاغلي بلخي وویل " یو شمیر راستنیدونکي هغه افغانان دي چې په بهر کې د اوسیدلو اسناد نه لري، چې تیره ورځ مونږ نهه سوه اتیا تنه درلودل، دغه شمیر راستنیدونکو ته آی او ایم یوازې د ټرانسپورت مصرف ورکوي، چې ډیرې پیسې نه دي یوازې شل فیصدو پورې مرسته ورسره کیږي ".

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر وویل، دغسې راستنیدونکو افغانانو سره افغان حکومت د مرستو یو پروګرام ترلاس لاندې نیولی دی.

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو وزارت په داسې وخت کې د کډوالو د راستنیدو د بهیر په هکله څرګندونې کړي چې د ملګرو ملتونو د بشري‌ چارو اداره وايي‌ چې د روان میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د سپتمبر تر څلورمې نیټې پورې په دننه افغانستان کې ۲۶۳۳۰۰ افغانان بې ځایه شوي دي.

همداشان د ملګرو ملتونود مهاجرینو عالي کمشنري یا یو این ایچ سي آر وايي‌ چې د روان میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د سپتمبر تر پنځلمسې پورې ۱۱۴۴۲۰ افغانان چې په ګاونډیو هیوادونو کې یې د اوسیدلو قانوني اسناد درلودل خپل هیواد ته راستانه شوي.

د مهاجرت ذ نړیړالې ټړلنې یا آی او ایم د وینا له مخې د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د سپتمبر تر لسمې پورې ۱۴۳۴۰۰ افغانان چې په پاکستان او ایران کې یې د اوسیدلو اسناد نه لرل بیرته خپل هیواد ته راستانه شوي‌ دي.

افغان حکومت وايي که څه هم امنیتي ستونزې شته، خو‌ په دې وروستیو کې په افغانستان کې د لویو اقتصادي‌ پروژو پیلیدل او په کوربه هیوادونو کې پر افغان کډوالو زور زیاتی ددې لامل شوی چې هیواد ته د کډوالو راستنیدو په شمیر کې زیاتوالی شي.

د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړې شوې غونډې ته د پلازمینې زون د پراختیا د خپلواکې ادارې مشر انجینر الهام عمر هوتکي‌ په وینا کې وويل چې دوی به د لومړي ځل لپاره لومړنی دیجیتلی ښارګوټي چې په نړیوالو معیارونو به برابر وي، د کډوالو په واک کې ورکړي.

د ښاغلي هوتکي په وینا په تیرو څو کلنو کې په افغانستان کې نږدې ۶۰ ښارګوټي‌ جوړ شوي چې د ژوند کولو په معیارونو برابر نه دي،خو د باریک آب ښارګوټي چې د پروان ولایت په سیمه کې جوړیږي پکې ټول معیارونه په پام کې نیول شوي دي.

د پلازمینې زون د پراختیا د خپلواکې ادارې د مشر الهام عمر هوتکي وايي
د باریک آب موضوع مو ځکه مخې ته راوړه چې بودجه یې برابره وه نقشه یې تکمیل شوې وه او د اوبو او سړکونو کار یې پیلیږي او کابل کې باید لومړی کار پیل شي ځکه ژمی راځي او له ژمي څخه مخکې باید موږ خپل تخنیکي کارونه پیل کړو.

د پلازمینې زون د پراختیا د خپلواکې ادارې د مشر الهام عمر هوتکي په وینا په دغه ښارګوټي کې لس ښوونځي، څلور لیسې،جوماتونه،پوهنتون او دغه راز نورې آسانتیاوې شاملې دي.

په پام کې ده چې په راتلونکو دوو کلنو کې په کابل کې کډوالو ته ۵۰۰۰۰ نمرې، په ننګرهار کې په راتلونکي یوه کال کې ۳۰۰۰۰ نمرې وویشل شي.

XS
SM
MD
LG