د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: افغان ځواکونو د سرښندنو په اړه د ټرمپ د څرګندونو هرکلی کړی


د امریکا جمهوررئیس تیرماښام په ریاض کې په خپله وینا کې له طالبانو سره په جګړه کې د افغان ځواکونو فعالیتونه وستایل.
د امریکا جمهوررئیس تیرماښام په ریاض کې په خپله وینا کې له طالبانو سره په جګړه کې د افغان ځواکونو فعالیتونه وستایل.

افغان حکومت د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د تروریزم پر ضد نړیوال کنفرانس کې د افغانستان په اړه د امریکا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د څرګندونو هرکلی کړی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي امریکا غږ ته وویل چې جمهور رئيس غني د امریکا له جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او د دغه هېواد د ملي امنیت د سلاکار جنرال مک ماسټر سره په جلا جلا کتنو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په هکله خبرې کړي او امریکا له افغان ځواکونو سره د خپل دوامدار ملاتړ ډاډ څرګند کړی دی.

د امریکا جمهور رئيس ټرمپ تېر ماښام په خپله وینا کې دوه ځله د افغانستان نوم یاد کړ او په افغانستان کې یې د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو قربانۍ وستایلې.

د افغانستان د چارو یو شمېر کارپوهان هم په ریاض کې د امریکا د جمهور رئيس د وینا هرکلی کړی.

خو د کابل پوهنتون یو استاد فیض محمد ځلاند وايي چې جمهور رئيس ټرمپ ته په کار دي چې په افغانستان کې له تروریزم سره د مبارزې پر ځای په پاکستان کې د تروریزم ځالې په نښه کړي.

د طالبانو یو پلوي شننونکي نظرمحمد مطمین د جمهوررئیس ټرمپ د تیرې ورځې څرګندونو ته په غبرګون کې امریکا غږ ته وویل چې جمهور رئيس ټرمپ ته په کار و چې له طالبانو سره د جګړې پر ځای یې له هغوی سره د سولې لار خپله کړې وای.

ښاغلی مطمین وویل د امریکا پخواني جمهور رئیس جورج ډبلیو بش هم د طالبانو له منځه وړلو ډیره هڅه کړې وه خو کومه پایله یې نه لرله.

په عین وخت کې یو شمېر هغه افغانان چې په کابل کې یې له امریکا غږ سره خبرې کړي د جمهور رئيس ټرمپ په وینا کېدوه ځله د افغانستان یادونه ستايي او وايي دا لومړی ځل دی چې جمهور رئيس ټرمپ په خپله وینا کې دوه ځله د افغانستان نوم اخلي.

XS
SM
MD
LG