د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت له ملګروملتونوپه حکمتیار د بندیزونو لرې کولو غوښتنه کوي


د اسلامي حزب مشر چې تر اوسه يې د اوسیدلو ځاې ندی څرګند ویلي چې له دې وروسته به له سیاسي لارو په افغانستان کې فعالیت کوي.
د اسلامي حزب مشر چې تر اوسه يې د اوسیدلو ځاې ندی څرګند ویلي چې له دې وروسته به له سیاسي لارو په افغانستان کې فعالیت کوي.

د حکمتیار اسلامي حزب چارواکي وایي، ټاکل شوې افغان حکومت به په روانه اونۍ کې رسمآ د ملګروملتونو د امنیت شورا څخه په حکمتیار د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړي.

د حکمتیار د اسلامي حزب د سولې د خبرو د پلاوي مشر محمد امین کریم امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې کابل ته د ملګروملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمیټې له ۱۲ کسیز پلاوي د سفر په وخت چې د افغان حکومت ټولو هغو چارواکو چې د دغې کمیټې له غړو سره کتلي ورڅخه یې د اسلامي حزب په مشر یو څو غړو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي کریم وویل ټولو هغو چارواکو چې تیره اونۍ یې د دغې کمیټې له غړو سره کتلي په یوه خوله ویلي چې د بندیزونو لرې کولو د سولې بهیر سره ډیره مرسته کولی شي.

ښاغلي کریم وویل " د ملګروملتونو دولس کسیز پلاوی هم په دې برخه کې له مونږ سره یوه خوله وو، بنآ هغوی دې ته منتظر دي چې د افغانستان د دولت له اړخه چې ټاکل شوې په همدې اونۍ کې د بندیزونو د لرې کولو په هکله رسمي غوښتنه هغوی ته واستول شي ترڅو هغوی په راتلونکو ورځو او اونیو کې اقدام وکړي".

د ملګروملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمیټې پلاوي تیره اونۍ کابل ته سفر کړی وو او د سفر په ترڅ کې یې د جمهوررئیس محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله، د ملي امنیت د شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د کورنیو چارو وزیر جنرال تاج محمد جاهد او د سولې عالي شورا له چارواکو سره د سولې او په حکمتیار باندې د لګیدلو بندیزونو د لرې کولوپه اړه خبرې کړې وې.

دا پلاوی بیرته نیویارک ته ستون شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ وایي، چې د ملګرو ملتونو دغه پلاوي ورته د خپلې مرستې پوره ډاډ ورکړی دی.

تواب غورځنګ هم وایي چې افغان حکومت به په ډیر ژر د ملګروملتونو د بندیزونو د کمیټې څخه په حکمتیار باندې د لګیدلو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړي.

ښاغلي غورځنګ وویل " هغه پلاوی چې د دوی له خوا څه موده مخکې کابل ته راغلی وو، هغوی ژمنه وکړه چې دوی به د افغانستان د دغې درخواست بررسي کوي او ضمنآ به د حزب اسلامي د رهبرۍ څخه د بندیزونو د لرې کولو په برخه کې هراړخیزه همکاري کوي".

د حکمتیار اسلامي حزب تمه لري چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې ته غوښتنلیک له رسیدلو وروسته به دا کمیټه په لسو کاري ورځو کې د اسلامي حزب په مشر لګیدلي بندیزونه لرې کړي.

خو که د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا له پنځلس غړو څخه یو یې د بندیزونو د لرې کولو مخالفت وکړي نو بیا به د بندیزونو لرې کول تر دوو میاشتو وخت واخلي.

که څه هم افغان حکومت او هم اسلامي حزب هیله لري چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به د بندیزونو د لرې کولو په هکله د ملي یووالي د حکومت غوښتنه ومني او بندیزونه به لرې کړي، خو دا لا معلومه نه ده چې که بندیزونه لرې نه شي د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې هوکړه به عملي بڼه واخلي او که نه .

د افغانستان د حقوقي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی وایي چې په دې صورت کې د هوکړې د عملي کیدو چانس کمیږي.

ښاغلي ستانکزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل " زه فکرکوم که چیرته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د لرې کولو مسله رد کړي په هغه صورت کې د افغانستان دولت چې دا توافقنامه یې منلې ده و اسلامي حزب هم په هغې باندې شرط ایښی چې د افغانستان دولت لازم اقدامات کوي ددغې توافقنامې د عملي کیدوچانس بیا کمیږي ".

د افغان حکومت او د حکمتیار اسلامي حزب سره د موافقې یوه مسله تروریستي ډلو سره ددغه حزب د اړیکو پرې کول دي.

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار په یوه اعلامیه کې د اسلامي دولت یا داعش او القاعده ډلې سره د خپل حزب اړیکو په نه لرلو ټینګار کړی دی.

د اسلامي حزب مشر چې تر اوسه يې د اوسیدلو ځاې ندی څرګند ویلي چې له دې وروسته به له سیاسي لاروچارو په هیواد کې فعالیت کوي.

اسلامي حزب له ۱۹۷۸ کلونو راهیسې د بیلابیلو افغان حکومتونو په ضد وسله وال مخالفت کړی. دحکمتیار ځيني سیاسي مخالفان دا حزب په جنګي جرمونو او د بشريت ضد جنایتونو ترسره کولو تورنوي، خو د اسلامي حزب مشران بیا دغه ډول تورنه بې بنسټه بولي.

XS
SM
MD
LG