د لاس رسي وړ اتصالات

اراضي اداره: د افغانستان ۳۰ ولایتونو کې ۱.۳ ملیونه جریبه ځمکه غصب شوې


د اراضي اداره وایي یوازې په څلورو ولایتونو کې ځمکه نه ده غصب شوې
د اراضي اداره وایي یوازې په څلورو ولایتونو کې ځمکه نه ده غصب شوې

د اراضي یا د ځمکې خپلواکه اداره وايي، د دوی څېړنو ښودلې چې د افغانستان په دېرشو ولایتونو کې ۱۵۸۳۱ وړو او لویو غاصبینو یو اشاریه درې ملیونه جریبه ځمکه غصب کړې ده.

د ځمکې د خپلواکې ادارې ویاند حسین رحماني په کابل کې خبري کنفرانس ته وویل یوازې د افغانستان څلور داسې ولایتونه شته چې پکې ځمکه نده غصب شوې، په پاتې دېرشو ټولو ولایتونو کې په پراخه کچه غصب شوی دی.

ښاغلي رحماني وویل "د ځمکو له وړو غاصبینو نه نېولې البته دا واړه غاصبین داسې دي، چې مثلا ځانته یې یو کور جوړ کړی، تر داسې لویو غاصبینو چې سل زره جریبه ځمکه یې هم غصب کړې ده، په مجموع کې ۱۵۸۳۱ د ځمکو د غاصبینو ته لست رسیږي".

د ځمکې د خپلواکې ادارې دغه ویاند وویل چې د ادارې کارکوونکي یې وهل شوي ډبول شوي او حتی د ځمکو غاصبینو پرې ډزې هم کړي دي.

ښاغلي رحماني وویل د دوی ادارې په ټول افغانستان کې د غصب شوو ځمکو نوعیت او اندازه د کرې شمېرنې له مخې معلومه کړې ده.

هغه وویل د ولسمشر د ۱۳۹۱ کال د فرمان له مخې دوی اړ وو چې د غصب شوو ځمکو احصائیه ولري.

د اراضي د مستقلې ادارې دغه ویاند وویل چې ادارې یې پنځه کلنه داسې ستراتيژي هم جوړه کړې ده چې په اساس به یې د ځمکو له غصب نه مخه ونیولای شي.

افغانستان ددې ترڅنګ چې د نړۍ په کچه یو مفسد هیواد بلل کیږي، د ځمکو د غصب له اړخه هم شهرت لري. ډېری خلک وايي، چې په لویو غصبونو کې د لوړ پوړو چارواکو او زورواکو لاس دی

XS
SM
MD
LG