د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له ګوانتنامو نه یو افغان خوشي کوي


امریکايي ځواکونو، ۳۷ کلن محمد امین، په ۲۰۰۳ کال کې د افغانستان په ختیځ کې ونیوه.
امریکايي ځواکونو، ۳۷ کلن محمد امین، په ۲۰۰۳ کال کې د افغانستان په ختیځ کې ونیوه.

پنټګان وايي د حکومت د ارزونې بورډ له ګوانتنامو زندان څخه د هغه افغان د ازادولو پرېکړه کړې چې پوځي کمیسیون محکوم کړی و.

۳۷ کلن محمد کمین د ۲۰۰۴ کال د سپتمبر له میاشتې راهیسې په ګوانتنامو کې بندي و. بورډ وايي د دغه افغان تېرو فعالیتونو او د توقیف پر مهال د هغه نیک چلند او رښتینوالي ته په کتو د هغه د خوشې کولو پرېکړه وشوه.

امریکايي ځواکونو د ۲۰۰۳ کال د مۍ په میاشت کې د افغانستان په ختیځ کې محمد کمین ونیوه، پر هغه تور و چې له القاعدې او طالبانو سره یې مرسته کړې ده.

په نیویارک کې د اساسي حقونو د مرکز یوې وکیلې، شیانا کدیدال، د اسوشیټټ پرس خبري اژانس ته، د کمین" خوشې کول یوه پر ځایه پرېکړه " وبلله.

دې وویل " دا د ډېرو نورو هغو کسانو لپاره هم چې، په ګوانتنامو کې د نا معلوم وخت لپاره بندیان دي، ښه پرېکړه ده. "

پوځي کمیسیون د ۲۰۰۸ په اپریل کې محمد کمین له ترهګرو سره د مرستو په تور محکوم کړی و.

خو، وروسته بیا یوې ملکي محکمې وویل هغه اسناد چې د ښاغلي کمین پر ضد راټول کړل شوي، جنګي جرم نه پېژندل کیږي، چې بیا څارنوالانو د ۲۰۰۹ کال په ډسمبر کې هغه له لګول شویو تورونو سپین اعلان کړ.

د ارزونې د بورډ په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي چې ګمین " د ګوانتامو یو ښه امرمنونکی بندي و."

دا مهال د کیبوبا په ګوانتنامو زندان کې ۱۱۴ تنه بندیان دي، په دوی کې یې د ٥٤ کسانو د خوشې کېدو پرېکړه شوې ده.

XS
SM
MD
LG