د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا وزارت خپل حساب ورکړ


د روغتیا وزارت خپل حساب ورکړ
د روغتیا وزارت خپل حساب ورکړ

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په لومړي ځل د ملي صحي حسابونو د ورکړې لومړنی رپورټ چې د امریکا د متحدو ایالاتو د پرمختیايي ادارې یو ایس ای ډي په مرسته جوړ شوی، نن په کابل کې اعلان کړ.

د ملي صحي حسابونو دا رپورټ چې د روغتیا په برخه کې ټولې شوې او لګېدلې مرستې او لګښتونه په ډاګه کوي ټولو روغتیايي سکټوري اړخونو ته معلومات برابروي او ترڅنګ به ېې افغانستان په نړۍ کې په هغو پنځوسو مخ پر ودې ملکونو کې وشمېرل شي چې په منظم ډول خپل روغتیايي حسابونه او د لګښتونو ډولونه ښیي.

د روغتیا وزارت سرپرستې ډاکټرې ثریا دلیل د ملي صحي حسابونو د رپورټ د وړاندې کولو په مهال وویل چې دا حسابات وزارت اړ کوي چې خپل لومړیتوبونو وپېژني او په اساس یې پروګرامونه جوړ کړي.

د ملي صحي حساب ارقام ښيي چې هر کال په افغانستان کې په روغتیايي سکټور کې یو ملیارډ امریکايي ډالر چې لس سلنه یې ناخالص عایدات دي په مصرف رسیږي، چې له دې ډلې دري شپېته ملیونه ډالر افغان حکومت، یو سلو نوي میلیونه ډالر مرسته کوونکي او پاتې کورنۍ د خپلو صحي خدمات لپاره تادیه کوي.

د روغتیا سرپرستې وویل چې د ملي صحي حساب له مخې په کال کې هر یو افغان دوه څلوېښت ډالر په روغتیا لګوي چې یوازې افغان حکومت ورته یوولس ډالره مهیا کوي، هغه وايي دا حساب ورسره مرسته کوي چې څنګه او په کومو مهمو ځایونو کې د خپلو پروګرامونو تمرکز ولري.

ډاکټر ثریا دلیل، د عامې روغتیا وزارت سرپرسته: ‪"ملي صحي حسابونه داسې وسیلې دي چې مونږ ته دروغتیا په برخه کې د مالیي تمویل د لارو، د مصرف ساحې او بلاخره هغه تشې چې په کاري ساحو کې موجودې دي د تشخیص توانايي را کوي.‪"

ثریا دلیل وویل چې د تمویل ترڅنګ د فعالیتونو مؤثریت او اقتصادي کنټرول هم ورته مهم دی.

بل لورته په افغانستان کې د یو ایس ای ډی مرستیال کیون براونویل وویل چې دا یو مناسب سیستم دی او د نظارت او ارزونو پایلې به هم ددې راپور په وسیله ښه تحلیل شي.

XS
SM
MD
LG