د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې مېشت اهل هنود امنیت غواړي


 پخوا به په ننګرهار کې د هندوانو او سیکانو په سلګونو کورنۍ اوسېدلې خو اوس د هغوی دکورنیو شمېر ایله ۲۰۰ ته راښکته شوی دی
پخوا به په ننګرهار کې د هندوانو او سیکانو په سلګونو کورنۍ اوسېدلې خو اوس د هغوی دکورنیو شمېر ایله ۲۰۰ ته راښکته شوی دی

دوی د یکشنبې له ورځې څخه د ویساک په نوم د خپل مذهبي مشر بابا نانک د ۳۱۷د کالیزې نمانځل پیل کړي چې دسې شنبې تر مازیګره دوام ومومي

ددغو مراسمو په لمړۍ ورځ په ننګرهار کې مېشت هندوان او سیکان له جلال اباد ښاره نږدې د سره رود په ولسوالۍ کې دسلطان پور هغه چینو ته ورغلل،چې ددوی دعقېدې لمخې ۳۱۷ کاله وړاندې داهل هنودو یو مذهبي مشر بابا نانک له بغداده دغې سیمې ته ورغلی او دخپلې امساء په وهلو سره یې دغه چینه جاري شوې ده .

مېشت هندوان او سیکان تر غرمې ددغه چینو مخې ته خپل مذهبي مراسم نمانځي،دخپلې عقېدې کتاب لولي،ترانې وايي او دموسیقۍ ځینې ځانګړې آلې غږوي.

د دغو مراسموپه دویمه ورځ هندوان او سیکان دجلال اباد ښار په مرکزي درمسال کې راغونډ شول ،چې دغې غونډې ته ځینې مسلمانان، دولتي چارواکي او قومي مخور هم وربلل شوي وو.

په غونډه کې په ننګرهار کې مېشتو اهل هنودو له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه،چې دوی ته دې دښوونیزې او امنیتي برخې شته لويې ستونزې هوارې کړي.

په ننګرهار ولایت کې دمېشت هندوانو او سیکانو ویاند ډاکټر ارمیت سنګ وویل،چې د دوی د ماشومانو لپاره یواځې یو ځانګړی ښوونځی په پام کې نیول شوی،چې ایله تر شپږ م ټولګي دی .

نوموړی وايي:"زمونږ ماشومان،چې په دولتي ښوونځیو کې کېني خلک ورته پېغور ورکوي،نو ځکه دولتي ښوونځي نه وايي او په درمسال کې چې کوم ښوونځی دی هغه ایله دشپږم صنف پورې دی نو پورته زده کړې زمونږ له ماشومانو پاتې کېږي او که حالت همداسې وي نو موږ به ټول بې تعلیمه پاتې شو".

هغه وايي دامنیتي برخې لپاره هم سترې ستونزې دادي،چې ځمکې یې غصب شوي او ورځ تر بلې په مېشتو اهل هنودو امنیتي چاپیریال راتنګېږي.

نوموړی وايي دولت دې ددوی لپاره دښه امنیت چاپیریال په رامنځ ته کولو دمېشتو هندوانو او سیکانو ستونزې هوارې کړي.

دننګرهار ولایتي شورا غړي جاوید زمان په دغه مراسمو کې پر حکومت نیوکه وکړه،چې دسیکانو او هندوانود ژوند د ښه کیدلو لپاره هغسې چې لازم دی کار یې نه دی تر سره کړی.

ښاغلي زمان وویل:"لکه دسلطانپور چینو ستونزه،چې هغلته دوی ته دامنیت،یا دځمکو دغصب مسله ده او یا ګڼې نورې ستونزې،چې باید حل شي،حکومت تر اوسه نه دي حل کړي، باید پام ورته وکړي".

خو د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال د غونډې برخوالو ته وویل،چې ددوی ټولې شته ستونزې به هورې کړي.

ښاغلي ګردیوال وویل "هغه مېشت اهل هنود،چې دلته اوسېږي او کومې ستونزې لري دا ټولې شته او حل کوو،ځکه ددوی تعلیم او امنیت دواړه په مونږه حق دی او دغه ستونزې به یې حل کړو"

که څه هم پخوا به په ننګرهار کې د هندوانو او سیکانو په سلګونو کورنۍ اوسېدلې خو په تیرو څلورو لسیزو کې جنګ جګړو او امنیتي ستونزو له امله د هغوی دکورنیو شمېر ایله ۲۰۰ ته راښکته شوی دی .

په مخکنیو کلونو کې به دغه مېله دټول افغانستان دمېشتو هندوانو او سیکانو په شتون کې تر سره کېده او دسلطانپور په چینو کې به ددغسې مراسمو پر وخت لسګونو زلمو ته ودونه هم کېدل،خو اوس دغه مراسم خورا محدود شوي دي.

مېشت هندوان په کال کې دوه ځله خپلې مذهبي ورځې نماځي.

XS
SM
MD
LG