د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د افغان کډوالو پر اوسېدو خبرې کیږي


د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، چې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د ستونزو لرې کولو لپاره، د رارونه چهار‌شنبه د فبروري میاشتې په ۱۵مه د افغانستان، ملګرو ملتونو او پاکستان په ګډون په اسلام‌آباد کې درې‌اړخیزه غونډه جوړیږي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ میاخیل امریکا غږ ته وویل، په دغې غونډه کې به په پاکستان کې د افغان مهاجرینو، په ځانګړې توګه د هغو کسانو د بیرته راستنیدو څرنګوالی وڅیړل شي، چې له قانوني اسنادو پرته په هغه هیواد کې میشت دي.

په ۲۰۱۶ کال کې څه باندې یو میلیون افغان مهاجرین له پاکستان، ایران او اروپايي هیوادونو څخه افغانستان ته راستانه شول او اټکل کیږي، چې په روان میلادي کال کې به هم زیات شمیر افغانان له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان څخه خپل هیواد ته راستانه شي.

ښاغلي میاخیل وویل، د دوی د اټکل له مخې ښايي، په ۲۰۱۷ کال کې هم له یو میلیون څخه زیات افغان مهاجرین له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شي او زیاته یې کړه، چې افغان حکومت هڅه کوي تر څو په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د پاتې کیدو موده د لاپسې وغځول شي، ترڅو په دغه هیواد کې میشتو افغانانو ته په تدریجي او داوطلبانه توګه خپل هیواد ته د راستنیدو زمینه برابره شي.

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (یو این ایچ سي آر) هم انديښنه لري، چې په ډله ایزه او ناڅاپي توګه افغانستان ته د کډوالو راستنیدل به د مرستې رسونې چارې زیانمنې کړي.

په کابل کې د دغې ادارې ویاند نادر فرهاد امریکا غږ ته وویل د اسلام‌اباد په غونډه کې به د افغان مهاجرینو د راستنیدو او له هغوی سره د مرستو پر څرنګوالي هم خبرې وشي.

نادر فرهاد د اسلام‌آباد راتلونکې غوډې ته په اشارې وویل "په ټوله کې به پر هغو موضوعاتو په دې غونډه کې خبرې وشي، چې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو پر ژوند اغیزه کوي، د هغوی د راستنیدو څرنګوالی او په افغانستان کې د هغوی د ځای پر ځای کیدو پر څرنګوالي به خبرې وشي. "

تیرمیلادي کال کې افغانستان ته د څه باندې یو میلیون افغان مهاجرینو راستنیدل او د جګړو او ناامنیو له امله په کور دننه د ۵۰۰ زرو نه نیولې تر ۶۰۰ زرو پورې د بې‌ځایه شویو کډوالو موجودیت، افغان حکومت او نړیواله ټولنه له ننګونو سره مخ کړې ده.

د مهاجرینو او کورني بې‌ځایه شویو ستونزو ته د رسیدو په موخه تیره میاشت د افغانستان حکومت او ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې څخه د ۵۵۰ میلیون ډالرو مرستې غوښتنه وکړه.

د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدو چارو وزارت د شمیرو له مخې، دا مهال شاوخوا ۷ میلیونه افغانان د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې مهاجر دي، چې نږدې پنځه میلیونه یې په پاکستان او ایران کې میشت دي.

XS
SM
MD
LG