د لاس رسي وړ اتصالات

لسګونه افغان کډوال په کروشیا کې روغتون ته یوړل شول


د کروشیا د عامې روغتیا وزیر وايي چې شاید دغو کډوالو د څو ورځو لپاره ډوډۍ هم نه وې خوړلې
د کروشیا د عامې روغتیا وزیر وايي چې شاید دغو کډوالو د څو ورځو لپاره ډوډۍ هم نه وې خوړلې

پولیسو دغه کډوال په یوه بس موټر کې پداسې حال کې وموندل چې کاربن مونوکساید مسموم کړي وه.

په کروشیا کې پولیسو په یوه بس موټر کې لسګونه افغان کډوال موندلي چې د ځينو روغتیايي حالت یې د اندیښنې وړ بلل شوی. دا مهال نیول شوي افغان کډوال په روغتون کې بستر شوي.

د کروشیا د عامې روغتیا وزیر میلان کوهوندیجیچ وویل چې په دغو کډوالو کې یې ۲۴ تنه په کاربن مونوکساید ګازو مسموم شوي وو. نوموړی وویل چې په دوی کې یې دوه تنه ۱۰ او۱۲ کلن ماشومان دي او پاتې نور یې د ۱۵ او ۲۰ کلونو ترمنځ ځلمیان دي.

ښاغلي کوهوندیجیچ د کروشیا ملي تلویزون ته وویل " ځیني یې بې هوښه وو، د ځینو یې زړه بدېده، د هغوی حالت ښه نه و او داسې ښکاري چې شاید څو ورځې یې ډوډۍ نه وې خوړلې ".

رویټرز اژانس وايي پولیس په هغه دوو بلغاریايي وګړو پسې ګرځېدل چې د انسانانو په قاچاق تورن دي. چارواکي وايي د دغو کسانو موټر یې له صربیا سره پر ګډې پولې د ورځنۍ ګزمې پر مهال وموند.

د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر او د ۲۰۱۶ کال د مارچ ترمنځ شاوخوا ۶۵۰زره کډوال د کروشیا له لارې جرمني او د اروپا نورو هېوادونو ته تللي دي. ګڼ شمیر کډوال د سوریې، افغانستان او عراق وګړي دي. د بالکان د حوزې هېوادونه اروپا ته د کډوالو د ورتلو مهمه لار بلل کیږي.

انسانی قاچاق کوونکي د پېسو په بدل کې خلک اروپايي هېوادونو ته بیایي، چې ډېر کله په یوې وړې کښتۍ کې لسګونه او ان سلګونه کسان ځای په ځای کې چې وخت ناوخت یې بېړه ډوبه او کډوال مړه شي.

زرګونه کسان همدغسې مړه شوي. د اترېش پولیسو د همدغه کال د اکست په ۱۷ نېټه له یو ګاډي څخه ۷۱ مړي وموندل او اوس اروپايي پولیس هڅه کوي چې دا ډول کومه بله پېښه ونشي.

XS
SM
MD
LG