د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کډوال وايي په ترکیې کې پاملرنه نه ورته کیږي


اروپايي ټولنې اعلان وکړ چې ترکیې ته به ۳.۳ میلیارده ډالره ورکوي چې د ۲.۷ میلیونه سوریایي کډوالو ته د سرپنا او ژوند نورو اسانتیاو په برابرولو کې مرسته وکړي او هغوی وهڅوي چې له ترکیې څخه بل هېواد ته ولاړ نشي.

اروپايي اتحاد د دوشنبې په ورځ په همدې اړه له ترکیې سره بېړنۍ غونډه کوي.

په سوریې کې څلوکلنې جګړې په سلګونه زره خلک بیځایه کړي.

افغانان هم په ترکیې کې د مېشتو کډوالو څلورمه برخه جوړوي خو، تر ډېره د کډوالو لپاره د صحي، تعلیمي او نورو برخو کې له هغو خدمتونو بې برخې دي، چې د اروپايی ټولنې په مرستو سوریایي کډوالو ته برابر شوي دي.

د ترکیې لپاره د اروپايي ټولنې خبریال کاتي پیري، د رویټرز خبري اژانس ته وویل "اروپايي ټولنې پر دغو مسایلو خبرې هم لا نه دي کړي، د هغوی ټول پام پر سوریې ورټول دی. که د سوریې کړکیچ سبا هم حل شي، په ترکیې کې به د کډوالو نورو کړکیچونه پيل شي، ځکه چې دغلته ډېر شمېر کې داسې کډوال شته، چې له خپلو حقونو بې برخي دي".

افغان کډوال وايي د ترکیې حکومت ورسره هېڅ ډول بشري او نورې مرستې نه کوي.
افغان کډوال وايي د ترکیې حکومت ورسره هېڅ ډول بشري او نورې مرستې نه کوي.

په ترکیې کې مېشت افغان کډوال وايي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ د دوی د مهاجرت د سپارل شویو غوښتنلیکونو په اړه له هغوی سره نه غږیږي او همدغه کار په ترکیې کې د هغوی د کډوالۍ حالت خراب کړی دی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې تېرکال شاوخوا ۶۳۰۰۰ افغانان ترکیې ته تللي دي، خو په ۲۰۱۴ کال کې بیا ۱۵۶۵۲ افغانان ترکیې ته اووښتي وو.

دا شمېره یوازې د هغو افغانانو ده چې ثبت او راجستر شوي دي، په دوی کې یو شمېر له کابل نه تللي او نور یې بیا له ایران نه ورغلي.

مرستې

د ترکیې د کډوالو د ثبت د چارو تنظیمونکي پولاد ګیزلداګ د رویټرز خبري اژانس ته وویل چې، د قانون له مخې دغه افغان کډوال باید په دویم هېواد کې پناه وغواړي او مېشت شي، ځکه چې ترکیه د هغوی درېیم هېواد دی او هغوی له ایران نه ترکیې ته راځي او باید هماغلته پاتې شي.

خو، د بشري حقونو ډلې وايي چې ایران زرګونه افغانان په زوره له خپلې خاورې شړلي او پرې فشار راوړي چې له ایران نه ووځي.

۴۵ کلن نجیب الله چې د څلورو اولادونو پلار دی وايي " موږ غواړو په ترکیې کې پاتې شو خو دلته له موږ سره مرسته نه کیږي، دلته ډېره قیمتي ده. په اروپا کې موږ کار هم کولی شو او هم له موږ سره مرسته هم کیږي".

په ترکیې کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاندې سیلن انال رویټرز خبري اژانس ته وویل چې یوازې تېر کال ۵۰۰ افغانانو سره د کډوالۍ مرکې شوي دي.

افغان کډوال شکایت کوي چې په ترکیې ټول پام او مرستې پر سوریایي کډوالو ور ټول دي او افغانان هېر شوي .
افغان کډوال شکایت کوي چې په ترکیې ټول پام او مرستې پر سوریایي کډوالو ور ټول دي او افغانان هېر شوي .

هغې وویل هغو کډوالو ته د مرکو چانسونه ډېر ورکول کیږي چې په خپلو هېوادونو کې یې ژوند له خطر سره مخامخ وي.

دا مهال په ترکیې کې له سوریایانو پرته د ۲۵۴۰۰۰ کډوالو قضیې ثبت دي.

د حکیمې رضايي داستان

د ترکیې پلازمینې انقرې ته نژدې یوه سیمه کریکالا ده چې افغان ثبت شوي کډوال په کې ژوند کوي، دغلته یوه افغانه حکیمه رضايي وايي چې هغې غوښتل اروپا ته ولاړه شي او له خپلو څلورو زامنو سره چې په قاچاقي ډول تللي، یو ځای شي، خو ملګرو ملتونو ورسره مرسته ونکړه.

هغه په يو اپارتمان کې ژوند کوي، حکومت ورسره هاغسې مرستې نه کوي چې له سوریایي کډوالو سره کیږي، حکیمه د خپلو ګاونډیانو په مرستو پايي.

هغې رویټرز ته په اروپا کې د خپلو څلور اولادونو تصویرونه وښودل او وویل " زه هره ورځ ژاړم."

په افغانستان کې د روانو جنګ جګړو له کبله ډېر خلک له دغه هېواد نه وځي، راپووايی چې په ۲۰۱۵ کال کې ۱۱۰۰۰ ولسي افغانان په جنګ جګړو کې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

اروپايي ټولنه وايي په ۲۰۱۵ کال کې ۶۴۱۰۹ کسانو د پناه غوښتنې عریضې سپارلي چې ۱۱۰۰۰ افغانان دي، خو په دوی کې یې یوازې ۴۵۹ کسانو قضیې یا منل شوې او یا رد شوي دي.

XS
SM
MD
LG