د لاس رسي وړ اتصالات

افغان مهاجرین په پاکستان کې په تنګ راغلي


۲۰۱۵ فبروي: د اسلام اباد په څڼډه کې یو افغان کډوال د کار په حال کې
۲۰۱۵ فبروي: د اسلام اباد په څڼډه کې یو افغان کډوال د کار په حال کې

په څمکنیو کمپ کې افغان مهاجرین د بیرته ستنیدو تیاری نیسي. پدې کډوالو کې ښځې، ماشومان، ځوانان او سپین ګیري شامل دي او په بیرته ستنیدونکو کې يي ځکه شمیرمخ په زیاتیدو دی چې په پیښور کې په یو ښوونځي او په تورخم دروازه کې د وروستیو امنیتي پیښو وروسته د أفغان مهاجرینو سره د پاکستاني مسؤلانو چلند بدل شوې. اکثریت کډوال ادعا کوي چې د امنیتي او حکومتي مسؤلانو لخوا سخت کړول کیږي.

په پیښور کې د مهاجرینو د بیرته ستنیدونکو د دفتر مخې ته افغان کډوال منتظر دي.۲۰۱۶ جون
په پیښور کې د مهاجرینو د بیرته ستنیدونکو د دفتر مخې ته افغان کډوال منتظر دي.۲۰۱۶ جون

پدې کډوالو کې یو تن کتاب گل نومیږي چې خپل هیواد افغانستان ته د ډیرو هیلو او اندیښنو سره د تلو تیاری نیسي. کتاب ګل وايي په کمپ کې د پولیسو لخوا بې ځایه تنگول کیږي او د قانوني حثیت لرلو باوجود ترې بیا هم رشوتونه غوښتل کیږي.

کتاب گل امریکاغږ ته وویل "وروستیو دریو څلورو میاشتو کې حالات خراب شوي او په بارډر هم دومره سختي شوی چې هیواد ته د مړي ژوندي لپاره نشو ورتلې په دغه علت غواړو چې وطن ته بیرته لاړشو چې غم ښادۍ سره مو یو ځای شي."

کتاب ګل د حکومت نه ډېر په تنگ دی او وایي چې د کورنه راوځي د هویت اسناد يي کتل کیږي او بیا ترې پیسې هم غوښتل کیږي. دې وايي مخکې به يي په زرو روپو ځان خلاص کړ خو اوس په دغې کار نه کیږي.

پاکستان کې د کډوالو د پاتې کیدو موده د ٢٠١٧ کال د مارچ تر ۳۱ تمدید شوې ده خو یو بل أفغان مهاجر بازار جان وايي نور د پاتې کیدو امید یي ختم شوی او غواړي چې خپل وطن ته ستون شي.

بازارجان وایي دا اوس وخت يي چې نوره موده غزولې هیله مند دی دغه موده به نوره هم وغزولې شي. هغه وایي پدې موده کې به په أفغانستان کې امنیتي وضعیت هم ښه شي او حکومت کې به هم ثبات راشي. بازارجان وایي د پاتې کیدو د مودې غزیدو سره سره بیا هم خلک اندیښمن دي او وایي دا ښه ګڼي چې تر وروستۍ نیټې پاتې نشي او هرڅه ژر خپل هیواد ته ستانه شي. اکثره کډوال داسی ګمان کوي چې کیدی شي د پاکستان حکومت خپل دریځ بدل کړي او بیا جنجال پیښ شي.

د ملګروملتونو د مهاجرت اداره یا یو این ایچ سي آر شمیرې ښيې چې د خیبر پښتونخوا نه د ورځې ٨٠٠ کورنۍ بیرته افغانستان ته ستنیږي. د یادی ادارې په وینا د کال ٢٠٠٦ نه تر اوسه یوسلوشل زره کورنۍ بیرته افغانستان ته ستنې شوي دي. دا اداره وايي د پاکستان او افغانستان حکومتونه ورسره د بیرته ستنیدنې په پروسه کې د نغدو او خوراکي موادو مرستې کوي.

پاکستاني چارواکي وايي هیواد کې يي په مجموعي توگه ٢،٥ میلیونه افغان کډوال اوسیږي چې ١،٥ میلیونه يي په قانوني او یو میلیون په غیر قانوني توگه اوسیږي.

XS
SM
MD
LG