د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه د افغان کډوالو لپاره ۱۵۲ میلیونه ډالر غواړي


په دې وروستیو کې له پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو د ستنیدلو لړۍ چټکه شوې ده. 
په دې وروستیو کې له پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو د ستنیدلو لړۍ چټکه شوې ده. 

ځیني راستانه شوي کډوال له سختو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ د ۱۵۲ میلیونه ډالرو غوښتنه وکړه، چې له پاکستان څخه افغانستان ته ورتلونکیو کډوالو لپاره سرپناوې، خواړه او روغتیايي مرستې برابر کړي.

په دې وروستیو کې له پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو د ستنیدلو لړۍ چټکه شوې ده.

کډوال او شمېر نور کارپوهان په دې باور دي چې پاکستان دا فشار په دې خاطر زیات کړی دی چې له هند سره د اسلام اباد اړیکې خرابې شوي خو برعکس د کابل-ډیلي اړېکې بیا ښه شوي دي.

خو کډوال یوازې د پاکستان څخه افغانستان نه دي ور روان بلکې له ایران څخه هم زرګونه افغانان خپل هېواد ته ستنیږي.

افغان چارواکي وايي په تیرو یوولسو میاشتو کې څه باندې ۸۰۰ زره کډوال له پاکستان او ایران نه هیواد ته راستانه شوي دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان مشر، مایک لورینتزن، د ریټرز خبري اژانس ته وویل "موږ په را روانو اونیو او میاشتو کې په وخت سره او اغیزناکو مرسته ته اړتیا لرو چې بېرته ستنېدونکو سره بیړنۍ او په وخت مرستې وکړو. دغه کړکیچ ته عاجل او په وخت ځواب به میلیونه انسانان د خوړو د کمښت له خطر څخه بچ کړي".

د خوړو نړیوال سازمان ګواښ وکړ چې د بشري ناورینونو له کبله په افریقا او منځني ختیځ کې د بودیجي کموالي، په افغانستان کې د دوی ماموریت ته ګواښ پېښ کړی دی، هغه هېواد کې چې د اټکل له مخې ۴۰فیصده خلک یې د خوړو د کموالي له خطر سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG