د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغان کډوالو د ستنولو لپاره مرسته غواړي 


له ۲۰۰۱م کال راپدېخوا شاوخوا څلور میلیونه افغانان له پاکستان نه خپل هېواد ته ستانه شوي دي
له ۲۰۰۱م کال راپدېخوا شاوخوا څلور میلیونه افغانان له پاکستان نه خپل هېواد ته ستانه شوي دي

پاکستان د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په یوې وروستۍ غونډې کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په دغه برخه کې له اسلام اباد سره مرسته وکړه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې اعلامیه وايي، اسلام اباد په دې اړه د سه شنبې په ورځ د سيلګرۍ په بهوربن سیمه کې د افغانستان او ملګرو ملتونو له استازو سره غونډه وکړه چې د افغانستان د کډوالو د چارو وزير حسين عالمي بلخي د افغانستان استازیتوب کاوه.

پاکستان ویلي په داوطلبانه او خپلې خوښې سره به کډوال خپل هېواد ته ستنوي او د پاکستان د سرحدي چارو وزیر عبد القادر بلوچ ویلي چې په دې اړه یې قوي پلانونه هم جوړ کړي دي.

ښاغلي بلوچ پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د اسلام اباد د پلانونو په عملي کولو کې دې لاس په کار شي او مرسته دې ورسره وکړي. دملګرو ملتونو دکډوالو د ادارې په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې د روان کال تر ډسمبر پورې د افغان کډوالو د قانوني اوسېدو پرېکړه شوې ده.

اعلامیه وايي افغان وزیر سيد حسين عالمي بلخي ټېنګار کړی چې په خپله خوښه به د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لارې چارې نورې هم اسانه کوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو دادارې استازي مايا امراټنګا ويلي چې د افغان کډوالو په بېرته ستنولو کې د نړیوالې ټولنې مرستې ډېرې مهمې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي چې له ۲۰۰۱م کال راپدېخوا شاوخوا څلور میلیونه افغانان له پاکستان نه خپل هېواد ته ستانه شوي دي، خو لا هم شاوخوا یو نیم میلیون افغانان په هغه هېواد کې د کډوالۍ ژوند کوي.

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو اعلان وکړ، هغه کډوال چې په خپله خوښه افغانستان ته ځي، د سړي په سر ورته څلور سوه ډالره ورکوي، مخکې یې دوه سوه ورکولې.

XS
SM
MD
LG