د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال علومي: د افغانستان ۸۰٪ سرحدونه پرانیستي دي


جنرال نورالحق علومي چې د دوشنبې په ورځ د ولسي‌ جرګې په غونډه کې خبرې کولې وویل موږ د سرحدي پولیسو تشکیلات په بشپړه توګه بدل کړي

جنرال نورالحق علومي چې د دوشنبې په ورځ د ولسي‌ جرګې په غونډه کې خبرې کولې وویل موږ د سرحدي پولیسو تشکیلات په بشپړه توګه بدل کړي

د افغانستان د کورینو چارو وزیر جنرال نورالحق علومي چې د دوشنبې په ورځ د ولسي‌ جرګې په یوې استجوابیه غونډه کې خبرې کولې د وکیلانو د پوښتنو په ځواب کې وویل د افغانستان یواځې شل فیصده سرحدونه د افغان سرحدي ځواکونو لخوا څارل کیږي او پاتې اتیا فیصده سرحدونه پرانیستي دي.

ښاغلي علومي د افغان پولیسو د ځواکونو په تشکلاتو کې د بدلون په باب هم خبرې وکړې وویل چې تراوسه یې د پولیسو د ځواکونو د څلورو تشکیلاتو په باب خپل وړاندیزونه د ملي یووالي‌ حکومت مشرتابه ته سپارلي دي.

جنرال علومي وویل"موږ د سرحدي پولیسو تشکیلات په بشپړه توګه بدل کړي دي چې باید په داسې ډول اوسي چې موثریت ولري‌،هم د جوړښت له پلوه او هم د ځواکونو د ځای پر ځای کیدو له اړخه.په ډیرو ځایونو کې زموږ پولیس د ۱۵۰ نه تر ۲۰۰ کیلو مترو پورې له سرحد نه لیرې پراته دي.

جنرال علومي وویل چې تر ۸۰ فیصده پورې د افغانستان سرحدونه پرانیستي دي او افغان ځواکونه یوازې تر ۲۰ فیصده پورې سرحدونه څاري.

هغه وویل چې دا ستونزه نه یوازې د افغانستان په شمال شرق او جنوب شرق کې شته دی ، بلکې په نورو سرحدونو کې هم لیدل کییږي.

جنرال علومي‌ وویل چې د ملي‌ امنیت په شورا کې د چارو د تراکم له امله تراوسه د سرحدي پولیسو په تشکیلاتو کې د بدلون په باب دده وړاندیزونه تصویب شوي نه دي، خو هغه وویل چې د ملي یووالي د حکومت مشرتابه په شفاهي‌ توګه دده پشنهادونه منلي دي.

ښاغلي علومي هیله وښوده چې ژر به د ملي‌ امنیت شورا د سرحدي پولیسو نوي تشکیلات به تصویب کړي‌ چې ورسره به نه یوازې د سرحدي پولیسو په تشکیلاتو کې بدلون راشي‌ ، بلکې ددغو ځواکونو په اوسني موقعیت کې به هم بدلون راشي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر په خپلو څرګندونو کې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ماینونو د خنثی کولو د وسایلو د نه شتون یادونه هم وکړه وویل چې ددغو وسایلو نه شتون د پولیسو او پوځ په لیکو کې د اکثریت تلفاتو سبب شوی دی.

جنرال علومي وویل زموږ اکثره تلفات د ماین له امله دي ، موږ تر اوسه داسې وسایل نه لرو چې ماینونه پرې خنثی کړو ، په بشپړ ډول په امنیتي‌ ارګانونو کې همدا خبره ده ، نقلیه وسایل چول کیږي ، یو سړي تر پښو لاندې ماین چول کیږي ، سړک د غاړې ماین چول کیږي دا هڅې چې څنګه خپل ځانونه په دغو وسایلو سمبال کړو ، روانې دي.

جنرال علومي‌ تمه وښوده چې امریکا متحده ایالاتو ته د جمهور ریس غني او اجراییه ریس عبدالله عبدالله د سفر په اوږدو کې به امریکايي چارواکي افغان امنیتي ځواکونو ته ددغو وسایطو په برابرولو کې به لازمه مرسته وکړي.

همدا شان علومي‌ په خپلو خبرو کې پولیسو سره د ختیځې اروپا د دوو هیوادونو لخوا د لویدیځو هیوادونو په پیسو د اخیستل شویو ناکاره وسلو یادونه هم وکړه ، وویل چې ډیر وخت دغه وسلې د جګړې په وخت له کاره لویږي.

هغه وویل چې ډیر ژر به افغان پولیس هم د ملي اردو د عسکرو په څیر وسلې ولري.

XS
SM
MD
LG