د لاس رسي وړ اتصالات

جاهد: نهو میاشتو کې د طالبانو ډلې څلورسوه مهم غړي وژل شوي


د افغان پولیسو ځانګړي ځواکونه په ۲۰۱۲ کال کې د کورنیو چارو د وزارت په تشکیلاتو کې شامل شوي دي.
د افغان پولیسو ځانګړي ځواکونه په ۲۰۱۲ کال کې د کورنیو چارو د وزارت په تشکیلاتو کې شامل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد نن د چهارشنبې په ورځ د افغان پولیسو د ځانګړو ځواکونو د کړنو د ستاینې غونډې ته په وینا کې وویل، چې په تیرو نهو میاشتو کې دغو ځواکونو د وسله والو مخالفانو څلورسوه مهم وسله وال وژلي دي.

د کورنیو چارو وزیر د افغانستان ځانګړي ځواکونه د وسله والو مخالفانو پر وړاندې په جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو په ډله کې د غوره ځواکونو په توګه یاد کړل او ویې ویل چې په تیرو نهو میاشتو کې د وسله والو مخالفانو د ولایتونو او ولسوالیو د نیولو په مخنیوي کې دغو ځواکونو ډیره ونډه لرله.

جنرال تاج محمد جاهد وویل "مونږ ټول پوهیږو چې دښمن چې په تیرو نهو میاشتو کې کوم اهداف پلان کړي وو، هغه د دښمن لپاره، د تروریستانو ملاتړو، چې هغوی تجهیز او ملاتړ یې کوي او ټولو تروریستي ډلو ډیر ستر او مهم اهداف وو، غوښتل یې په افغانستان کې ډیرې سیمې ونیسي، ولسوالۍ ونیسي، لویې لارې وتړي او حتی غوښتل یې چې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې په شمال کې په جنوب کې په لودیځ کې په جنوب لودیځ کې او په ختیځ کې ولایتونه ونیسي، ‎خو هرڅه یې چې په وس پوره وو ترسره یې کړل".

خو د جنرال جاهد پر وینا، چې 'دښمن' له دیرو هڅو وروسته بیا هم خپل اهداف ترلاسه نه کړی شول.

جنرال جاهد وویل "د پولیسو ځانګړي ځواکونه په ډیرو سختو جګړو کې برخه اخلي او د جګړې په ډګر کې د دغو ځواکونو ګډون د دښمن د ماتې او سر ټیټۍ سبب شوی، زه د کورنیو چارو د وزیر په توګه ستاسو په میړانه او سرښندنه ویاړم".

هغه وویل چې دغو ځواکونو د هلمند، ارزګان، فراه، زابل، کندز او ننګرهار په ولایتونو کې د وسله والو مخالفانو پر وړاندې په سختو جګړو کې برخه اخیستې او 'دښمن' ته یې ماتې ورکړې ده.

د کورنیو چارو وزیر د ځانګړو ځواکونو په تجهیز او سمبالولو کې د دغو ځواکونو قوماندانۍ ته ډاډ ورکړ.

د پولیسو ځانګړي ځواکونه په ۲۰۱۲ کې د افغان پولیسو په لیکو کې ورزیات شول، دا ځواکونه د کابل په ګډون د افغانستان په ولایتونو کې په سختو عملیاتو کې ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG