د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د هالنډ نه د پولیسو روزونکي غوښتي


افغانستان د هالنډ نه د پولیسو روزونکي غوښتي
افغانستان د هالنډ نه د پولیسو روزونکي غوښتي

دا غوښتنې هالنډ ته د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر په سفر کې له دې هیواده شوي دي.

ددې وزارت ویاند وایي په هیواد کې د وروستیو دوو پيښو په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.

همدارنګه دوی وایي د ورانکارو د فعالیتونو د مخنیوي په هدف یې دا هوډ کړی چې امنیتي پوستې به زیاتوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر هالنډ ته په سفر کې ددې هیواد نه وغوښتل چې د پولیسو د روزنې لپاره دې نور روزونکي دې هیواد ته را ولیږي چې د هالند هیواد ورسره هوکړه کړې ده او په دې ترڅ کې په ۵۰۰ تنه نور هالنډي ښونکي دې هیواد ته راځي

بشري وایي په هالنډ کې د کنفرانسونو او سمپوزیمونو په ترڅ کې یې د نړیوالې ټولنې ملاټړ تر لاسه کړی دی او اوس ډاډه دی چی تر ۲۰۱۴ به د نورو ځواکونو تر څنګ د پولیسو ځواکونه هم ددی جوګه شی چې امنیتی مسولیت پرغاړه واخلي.

زمری بشری وایی دا مهال په کور دننه هم د پولیسو پر چتکتیا او وړتیا ډآډمن دی.

د بشری په وینا تیره هفته ۹۳ تروریستی حملی په هیواد کی ثبت شوی دی چه د هغه په اړه ۱۵۷ تنه شکمن کسان نیول شوی دی.

تروریستي حملی ددوی په وینا ۳۹ په سلو کی زیاتې شوي دي.

تیره هفته د کابل ښار په یوه مارکیت کی چاودنه وشوه چې په ترڅ کی یی ۸ تنه ووژل شول په وژل شویو کسانو کی ۶ تنه د یوی کورنۍ غړي، یوه میرمن، خاوند او څلور ماشومان شامل وو.

بشري وایي پولیس لا لګیا دي دا څیړنه کوي چې دا پیښه څه ډول پیښه وه او عاملین یې څوک وو.

همدا رنګه تیره اونۍ د کندز ولایت د ارچي ولسوالۍ په ملا قولی نومی کلې کی یوه پیغله او یو ځوان یو بل سره د اړیکو درلودلو او کلی نه د تښتیدو په تور د طالبانو له خوا ونیول شول او د سنګسار حکم پرې وکړ. بشري وایي ددې پیښې په اړه څیړنې کوي چې عاملین یې ونیسي. خو دوه تنه نور یې د طالبانو د ولکې نه راخلاص کړي دي.

د ارچي ولسوالۍ دمخه تر دې د طالبانو تر ولکې لاندې وه خو حکومتی چارواکي وایی درې ورځې دمخه یې دا ولسوالي یې له طالبانو ونیوله.

د پولیسو د چارواکو په وینا تیره اونۍ په ملکي تلفاتو کې کمی او د پولیسو په تلفاتو کې ۵۸ په سلو کې زیاتوالی راغلی دی.

دوی وایي د دښمن سره په مبارزه کې یې د پولیسو د ځواکونو د لازیاتې زده کړې او تجهیزولو لپاره هم کلک هوډ کړی دی خو اوس هم د دوی په وینا افغان پولیس تر وسله وال دښمن لا زیات ځواکمن دي او د لا زیات ځواکمنیدو لپاره یې د نړیوالې ټولنې مرسته هم غوښتې ده.

XS
SM
MD
LG