د لاس رسي وړ اتصالات

د کورنېو چارو وزارت د وسله والو طالبانو شمېره څرګنده کړه


افغان چارواکي وايي تېر کال په زرګونو وسله وال طالبان ووژل شول
افغان چارواکي وايي تېر کال په زرګونو وسله وال طالبان ووژل شول

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې۴۸۷۱۰ مخالف وسلوال په ۲۶۱۶ ډلو کې د افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال محمد ایوب سالنګي د سه شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د امنیه قوماندانانو یوکنفرانس ته وویل چې دا مخالف وسلوال درنې او سپکې وسلې هم لري.

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پو لیسو د امنیه قوماندانانو د دغه کنفرانس افتتاحیه غونډې ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونه دې دا غم نه کوي چې ګوندې مخالف وسلوال به بیا په افغانستان واک وچلوي او د افغانستان د امنیتي ځواکونو به چې د هغوی په وړاندې جنګیدلي غچ واخلي.

په کابل کې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د امنیې قوماندانانو دا کنفرانس د دریو ورځو لپاره د افغانستان د امنیتي وضعیت د ارزونې په نیت پرانستل شو.

ښاغلي عبدالله په خپلو څرګندونو کې د افغانستان بهرني سیاست په باب هم خبرې وکړې او و يې ویل

چې د ملي یووالي د حکومت د پخلاینې هڅې چا سره د معاملې لپاره نه بلکې د افغانستان د خلکو د هوساینې لپاره ترسره کیږي.

ښاغلي عبدالله وویل "د ملي پخلاینې پروګرام یو داسې پروګرام دی چې افغانان ورته اړتیا لري، ستاسو پاملرنه دې خپلو وظایفو ته وي په دې ډاډ چې ستاسو زیار او تکلیف نه ضایع کیږي، ستاسو قربانۍ نه ضایع کیږي او د ملي پخلاینې هڅې هم د افغانستان د سلامتۍ او د افغانستان د خلکو د هوساینې لپاره دي نه د کومې معاملې لپاره په کوم ځای او یا کوم محل کې".

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس یو ځل بیا د سولې او پخلاینې په باب خپل پخوانی دریځ تکرار کړ او و یې ویل چې د سولې او پخلاینې بهیر به په شفافه توګه چې په کې د افغانستان د خلکو حقوق او لاس ته راوړنې خوندي وي پرمخ بوځي.

د یکشنبې په ورځ د پخوانیو مجاهدینو یو مشر عبدرب رسول سیاف یوې لویې غونډې ته چې د افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکنو د وتلو د شپږویشتمې کالیزې په مناسبت د لویې جرګې په خیمه کې جوړه شوې وه، د افغانستان د ملي یووالي د حکومت په بهرني سیاست انتقاد وکړ او د دغه حکومت مشرانو ته یې د ګاونډیانو سره په پټه د افغانستان د بهرني سیاست د بدلولو د عواقبو په باب خبرداری ورکړ.

ښاغلي سیاف دغې غونډې ته وویل چې په بهرني سیاست کې د ستراتيژۍ بدلون او په تېره بیا له ګاونډیانو سره د سیاست بدلون د ملت او خلکو له سلا مشورې پرته جفاء ده او په ویناء یې داسې ملي مسائلو کې په پټه پرېکړې دیکتاتورانه عمل دی.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تیره ورځ هم په یوه غونډه کې په خپلو څرګندونو کې د پخوانيو مجاهدینو دغه مشر اندیښنو ته ځواب ورکړې وو.

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس نننۍ غونډې ته وویل چې د افغانستان په سیاست کې د نړیوالې ټولنې د همکاریو د جلبولو سیاست به دوام ومومي او هم به د افغانستان له ملګرو هیوادونو هغه که په ګاونډ، سیمه او نړۍ کې وو څخه د مننې سیاست، چې په تیرو دیارلسو کلونو کې یې افغانستان سره مرستې کړي دوام ولري.

ښاغلي عبدالله وویل "د ملي منافعو د خوندیتوب لپاره به خپلواک سیاست دوام ومومي".

اجرائیه رئیس د افغانستان د امنیتي وضیعت د ارزونې لپاره د ۳۴ ولایتونو د امنیې قوماندانانو دې غونډې کې له امنیه قوماندانانو وغوښتل، چې د مخالفو وسلوالو سره په جګړه کې د بریالیتوب لپاره د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي.

ښاغلي عبدالله وویل " تاسو باید د سیاسي اندیښنو پرته په ملي روحیه خپل وظایف تر سره کړئ او کله چې وایم ملت پر تاسو باندې باور لري نو باید تاسودا باور پیاوړی کړئ او خلکو سره د تبعیض پرته چلند وکړئ".

دې غوندې ته په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال کیبپل په خپلو څرګندونو کې په راروان پسرلي کې د افغان حکومت د مخالفو وسلوالو سره د جګړو د پیلدلو د موسم یادونه وکړه او د افغانستان د امنیې قوماندانانو څخه یې وغوښتل چې د دغې درې ورځني کنفرانس ته د دغو جګړو د پیلیدلو د چمتوالي لپاره هم کار واخلي.

جنرال کیبپل وویل "مونږ باید په هلمند ولایت کې له روانو عملیاتو څخه زده کړه وکړو او چمتووالی ولرو".

د ناټو دغه جنرال د افغان پولیسو له قوماندنانو څخه دا هم وغوښتل چې له مخالفو وسلوالو سره د جګړې په وخت د خپلو وسایلو څخه ګټه پورته کړي او د جنګ په وخت خپله زرې خولۍ او خپل زرې واسکټ په تن کړي.

دغه امریکایي جنرال په جګړه کې د پولیسو د تلفاتو د کمیدلو لپاره ډا ډول اقدامات مهم وګڼل د ملي یووالي حکومت یې د نړیوالو ځواکونو د دوامداره همکارۍ ډاډ هم ورکړ.

ټاکل شوې ده چې د دغه کنفرانس په ترڅ کې به د ولایتونو امنیه قوماندانان د کورنیو چارو د وزارت له نوې مشرتابه سره د امنیتي مسلو په سر هم سلا مشوري وکړي.

نننۍ غونډې ته د کورنیو چارو وزیر جنرال نورالحق علومي په خپلو څرګندونو کې د افغان پولیسو د پیاوړتیا او د پولیسو په لیکو کې د ستونزو د هوارولو لپاره د خپلو لومړیتوبونو یوولس ماده ایز کاري پلان هم خبرې وکړي.

په دغه پلان کې د مخالفو وسلوالو سره د جګړې، د پولیسو د ژوند د ښه کیدلو او د پولیسو په لیکو کې د فساد سره مبارزې په څیر موضوعاتو ته ځای ورکړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG