د لاس رسي وړ اتصالات

صدیقي: سږکال د افغان پولیسو تلفات ۲۰ ٪ زیات شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د سه شنبې په ورځ په کابل کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې د پولیسو په لیکو کې د تلفاتو د لوړیدلو علت د بهرنیو ځواکونو نه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیت بشپړ شپارل دي.

ښاغلي صدیقي وویل" په دې خاطر چې ټول امنیتي تیر کال کې د ټاکنو مسولیت هم وو، دښمانانو ډیر کوښښ وکړ چې د خپل ځان لپاره یو ځای جوړ کړي مونږ یو څه تلفات درلودل نږدې شل فیصده تلفات متاسفانه په دې کال کې نسبت تیر کال ته لوړ دي مګر تاسې خبریاست چې مسولیتونه هم زیات دي په مجموع کې د امنیتي ځواکونو تلفات ، اما انګیزه شته افغان امنیتي ځواګونه په لوړ مورال او په لوی افتخار د خپل وطن ساتنه کوي".

هغه وویل په تیرو ټاکنو کې د پولیسو او افغان امنیتي ځواکونو له خوا د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب له امله افغان پولیس د خلکو د باور په ترلاسه کولو بریالي شوي دي.

ښاغلي صدیقي وویل" سږکال ډیر مهم پروګرامونه وو چې باید عملي شوي وای یوه یې د ټاکنو مسله وه، د افغانستان امنیتي ځواکونه په ځانګړي ډول پولیس چې لوی مسولیت یې درلود ډیر کوښښ یې وکړ ترڅو ټاکنې ترسره شي او خلک وکړای شي چې په ټاکنو کې په لویه کچه ګډون وکړي امنیتي ځواکونو لپاره لویه بریا چې د خلکو د باور د لوړیدلو سبب هم شو د ټاکنو امنیت وو".

هغه زیاته کړه چې مخالف وسلوال د افغانستان په هیڅ کومه برخه کې فعال حضور نلري چې برخلاف افغان امنیتي ځواکونو چې په یو شمیر سیمو کې پنځه شپږ کاله وړاندې حضور نلره اوس پدغو ساحو کې هم فعال دي

ښاغلي صدیقي د ټاکنو راوروسته امنیتي حالاتو په باب وویل چې د ټاکنو راوروسته افغان امنیتي ځواکونه په څوارلس ولایتونو کې د مخالفو وسلوالو سره په جګړه بوخت وو چې د صدیقي په وینا اوس جګړه پنځه یا شپږو ولایتو ته محدوده شوې ده.

د ناټو نوی ماموریت

صدیق صدیقي په دغه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته د روان عیسوي کال وروسته په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د محاربوي ماموریت پای ته رسیدلو په باب هم خبرې وکړې وویل چې ددغه ماموریت په پای ته رسیدلو نور نو مخالفو وسلوالو ته د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې د جګړې د توجیه کولو لپاره څه نه دي پاتې .

ښاغلي صدیقي سره په دغه خبري ناسته کې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د ملکي استازی ویاند کرستوفر چمبرزهم حاضر وو.

د ناټو د ملکي استازي ویاند خبریالانو ته د روان عیسوي کال وروسته په افغانستان کې د ناټو د نوي ماموریت په باب چې ورته د قاطع ملاتړ نوم ورکړل شوی معلومات ورکړل وویل چې که څه هم د نوي ماموریت اعلان تیره اونۍ په بروسلز کې په رسمي توګه وشو خو په عمل کې به دا ماموریت د دوه زره پنځلسم کال د جنوري د میاشتې په لومړۍ ورځ پیل شي .

کرستوفر چمبرز وویل "په حقیقت کې دا د ایساف د ماموریت نه یو جلا ماموریت دی دا یو غیر محاربوي ماموریت دی چې په کې ادارو او وزارتونو په کچه د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ، مرستې او سلامشورو ته پاملرنه کیږي" .

د ناټو دغه چارواکی وویل چې ناټو افغانستان سره د ستراتیژیکي همکاریو یو تړون هم لري چې له مخې به یې د دوه زره څوارلسم کال وروسته هم دا ټولنه د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته پاملرنه وکړي.

ښاغلي چمبرز وویل "په حقیقت کي دا تل پاتې ملګرتوب تیره اونۍ په بروسلز کې په غونډه کې د افغانستان او ناټو ترمنځ د یوې کاري کمیټې په جوړولو لا مخ لاړه ، چې دا کمیټه به اوس د افغانستان او ناټو ترمنځ د همکاریو د پراخیدلو په لارو چارو او د ناټو او افغانستان ترمنځ د اړیکو لا ټینګیدلو په برخه کې کار وکړي".

د لطیف الله محسود سپارل

په دغه خبري کنفرانس کې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت له ویاند نه د امریکا د پوځ له خوا پاکستان ته د لطیف الله محسود او د هغه ددوه ملګرو د سپارلو په باب هم پوښتنه وشوه چې صدیقي یې په اړه له څرګندونو ډډه وکړه وویل چې په دې هکله د افغانستان جمهوري ریاست دریځ څرګند کړی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزي تیره ورځ امریکا غږ ته وویل چې افغان حکومت لا هم د دغو دریو تنو د سپارلو په باب پلټنې کوي.

که څه هم افغان حکومت د امریکا د پوځ سره ددریو بندي وزیرستانیانو پاکستان ته د سپارلو په هکله په احتیاط څرګندونې کړي خو د افغانستان ولسي جرګې او د مشرانو جرګې په خپلو جلا جلا غونډو کې پاکستان ته ددغو بندیانو د سپرلو په کلکه غندنه کړې ده او د امریکا دا اقدام یې د افغانستان د ملي واکمنۍ په خلاف عمل بللی دی.

XS
SM
MD
LG