د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پانګوال نفت او ګازسکټور کې ۱.۳ ملیارد ډالرو پانګونې ته چمتو دي


افغانستان هرکال تر ۲.۷ میلیون ټنو نفت او ۴۰۰ زرو ټنو مایع ګاز واردوي
افغانستان هرکال تر ۲.۷ میلیون ټنو نفت او ۴۰۰ زرو ټنو مایع ګاز واردوي

افغان پانګوال وايي، که چیرې افغان حکومت ورته د نفت او مایع ګاز د تصفیې په برخه کې امکانات برابر کړي، دوی د امو دریا د نفتو او ګاز په حوزه کې د یو میلیارد او درې سوو میلیونو ډالرو پانګونې ته چمتووالی لري.

د افغانستان د نفت او ګازو د ملي ټولنې چارواکو نن د پنچشنبې په ورځ په کابل کې د دغې ټولنې په دفتر کې خبریالانو ته وویل، چې دې ټولنې په ۲۰۱۳ کال کې هم په دغه سکټور کې ۶۴۰ میلیونو ډالرو د پانګونې وړاندیز کړی وو، چې د هغه وخت د سیاسي حالاتو له امله تیر حکومت د دوی غوښتې ته مثبت ځواب ورنکړ.

د دغې ټولنې په استازیتوب اذرخش حافظي وویل چې دا پانګونه به افغانستان د نفتو او ګاز دمصرف په برخه کې په خپل ځان بسیا کړي.

ښاغلي ادرخش حافظي وویل " پدغه پانګونه به دوه نیم ملیونه میټرک ټنه نفت او مایع ګاز به تصفیه شي چې دا د افغانستان د مارکیټ تقاضا تر ډېره حده پورې پوره کوي ".

افغانستان په اوس وخت کې هرکال ۲،۷ میلیون ټنو نفتو او ۴۰۰ زره ټنو مایع ګازو ته اړتیا لري.

د نفتو او مایع ګازو دا ټولنه وايي، چې په افغانستان کې یو فعال سکټور دی او شاوخوا درې زره اووه سوه ملیونه ډالره دوراني پانګونه لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خوني د وینا له مخې په تیرو کلونو کې چې په افغانستان کې په زیات شمیر بهرني سرتیري دیره وو، د دغه هیواد د نفتو اړتیا په کال کې څلور میلیونو ټنو ته رسیدله، چې په زیات شمیر د بهیرنیو سرتیرود وتلو وروسته دا اړتیا نږدې نیمایي ته راکمه شوې ده.

د افغانستان حکومت د نفتو او مایع ګاز د چارو د تنظیم لپاره د نفتو او مایع ګاز د تصدۍ په نوم یوه اداره هم فعالیت لري.

د افغانستان د نفت او ګازو د ملي ټولنې چارواکي ادعا لري چې دا تصدي د نفتو او ګاز د انحصار هڅه کوي او وړاندیز یې حکومت ته دادی چې دا تصدي دې په یو دولتي شرکت بدله کړي او په خصوصي سکټور دې یوازې نظارت ولري.

په افغانستان کې هرکال د ژمي په موسم کې د نفتو او ګاز بیعې لوړې خیژي چې ورسره د افغانستان د نفتو او ګاز تصدي د خلکو اقتصادي وضعیت او اړتیاو ته په پاملرنې د نفتو او ګازو د بیعو د ثابت ساتلو لپاره پخپله هم بازار ته نفت او ګاز د خرڅلاو لپاره وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG