د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د داعش په وړاندې نوې تګلاره جوړه کړه


د افغانستان د ملي امنیت شورا د داعش په وړاندې مبارزې لپاره یوه ځانگړې تگلاره جوړه کړې ده او امنیتي ادارې د هغه په اساس خپل پروگرامونه تنطیموي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د داعش په وړاندې مبارزې لپاره یوه ځانگړې تگلاره جوړه کړې ده او امنیتي ادارې د هغه په اساس خپل پروگرامونه تنطیموي.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د داعش په وړاندې د مبارزې لپاره یوه ځانگړې کاري ډله جوړه کړې ده.

د ملي امنیت ویاند حسیب صدیقي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په نوې ډله کې اپراتیفي، تحلیلي او څیړونکې برخې شاملې دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي د داعش ترهگریزه ډله د افغانستان د امنیت لپاره یو جدي گواښ گڼل کیږي او زیاتوي چې د ملي امنیت شورا د داعش په وړاندې مبارزې لپاره یوه ځانگړې تگلاره جوړه کړې ده او امنیتي ادارې د هغه په اساس خپل پروگرامونه تنطیموي. د ملي امنیت په باور ددی نوې تگلارې پر اساس یې نوي اقدامات پیل کړي دي.

ملي امنیت همدرانگه د هلمند په ولایت کې د ملا عبدالروف خادم د وژل کیدو خبر هم وکړی چې دا وژنه په هلمند کې د داعش ډلې د رامنځته کیدو نه راپدیخوا د امنیت په برخې کې یوه لاسته راوړنه ګڼي.

همدا شان د ملي دفاع وزارت وایي د ترهگرۍ په وړاندې مبارزې لپاره گډې همکارۍ ته اړتیا ده او نړیواله ټولنه باید د دغې پدیدې په وړاندې مبارزه وکړي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري هم د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د رسنیو سره د امنیتي ارګانونو لخوا د معلوماتو شریکولو په کنفرانس کې وویل هغه هیوادونه چې د داعش نه اندیښنه لري، د روسیې او سیمې د هیوادونو په شمول باید ټول په ګډه ددی ډلې په وړاندې په جګړې کې لاس یو کړي.

په ولسي جرګې کې د ننګرهار ولایت استازي عبدالغفار قایل د چهارشنبې په ورځ د اشنا تلویزیون سره په مرکه کې دا ومنله چې د ننګرهار په ځنو سیمو او ولسوالیو کې ولسي خلک د طالبانو له حضور نه ستړي شوي وو او داعش یی ځای نیولی دی.

ښاغلي قایل وویل پدې ډله کې یو څه طالبان او ځنی بهرني اتباع په یادو سیمو کې ځای نیولی خو داسی شعارونه یی ورکول چې د ځایي دولتي مامورینو او عسکرو سره کار نه لري او همدا وجه وه چې ډیر په سرعت سره یی د بټی کوټ د سیند نه نیولې تر پورته غرونو او بیا هسکې مینې، چپرهار، پچیراګام، د خوګیاڼو او شیرزادو ولسوالیو پورې یی ځایونه ونیول.

د افغانستان امنیتي ادارې وایي چې د تیرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د افغانستان هوایي ځواکونه د وسلوالو مخالفینو د له منځه وړولو په موخه اتیا پروازونه تر سره کړي دي او لاسته راوړنې یې هم درلودلې.

بل خوا د کورنیو چارو وزارت په ننگرهار کې د داعش سره تړلي د ۳۵ کسانو د وژلو خبر ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG