د لاس رسي وړ اتصالات

بیوزلو نجونو ته د کمپیوټر او انګلیسي وړیا زده کړې


بیوزلو نجونو ته د کمپیوټر او انګلیسي وړیا زده کړې
بیوزلو نجونو ته د کمپیوټر او انګلیسي وړیا زده کړې

د همدې هدف لپاره د تخار د ښځو چارو په ریاست کې یو مرکز جوړ شوی دی، چې اکثره هغه نجونې په کې په زده کړه بوختې دي چې د خپل کمزوري اقتصاد له امله په شخصي کورسونو کې د زده کړو توان نه لري.

د افغانستان د پراختیا او ظرفیت لوړولو موسسې مسوولین چې ددغې پروژې د پرمخ بیولو چارې ور په غاړه دي وايي چې په دغه کورس کې د تالقانو ښار اړوند د بي بي حوا، بي بي مریم، نمبر اول، او د بي بي هاجرې د نجونو د لیسو شاخوا ۶۰ نجونې د کمپیوټر او انګلیسي ژبې په زده کړه بوختې دي.

ددې پروژې سره په افغانستان کې د امریکا سفارت مالي مرسته کوي.

د تالقانو ښار د لومړي نمبر لېسې زده کوونکې نرګس چې په دغه کورس کې زده کړې کوي وايي چې په دغه ولايت کې اوس هم نجونو ته د عصري او نوې ټکنالوجۍ د زده کړو کول ستونزمن دي. نو له همدغه امله دغه کورس د دوى لپاره ډېر مهم دی:

"د لته د کمپیوټر د زده کولو لپاره راغلې یم. هربرخې کې د کمپیوټرزده کړه مهمه ده، زموږ لپاره چې له ښوونځي څخه فارغیږو ډېرمهم دي. مخکې مو ستونزې زیاتې وې، اقتصادي ستونزې، او کورنۍ هم اجازه نه راکوله چې په نورو کورسونو کې د هلکانو تر څنګ زده کړې وکړم، اوس چې د ښځو چارو ریاست کې دغه زده کړې پیل شوي موږ کولی شو چې په اسانۍ سره زده کړې وکړو."

نوموړې وايي، چې په دغه ولايت کې لوستو ښځينه وو ته زياته اړتيا ده، څو له دې لارې نجونې هم وکولاى شي د هلکانو ترڅنګ لوړې زده کړې ترلاسه کړي.

په تالقانوکې د ( ACBDO ) موسسې د سیمه ییز دفتر مشر سیاوش فرحت وايي چې په دغه کورس کې له دولسم ټولګي څخه فارغې شوې ۶۰ نجونې زده کړې کوي. سیاوش فرحت وايي دوی هڅه کوي چې بیوزلو نجونو ته په دغه کورس کې د زده کړې چانس ورکړي او د زده کړې په پای کې ورته د کار روزګار زمینه هم برابره کړي:

"د دې شپږ میاشتنیو زده کړو په پای کې موږ دوی ته د دندې لپاره د غوښتنلیک لیکلو ټریننګ هم ورکوو، دوی باید خپلې سي وي ګانې څه ډول ولیکي او ددې تر څنګ په انیرنېټ کې د کارموندولو د لارو چارو، په هکله دوی ته پوره معلومات ورکوو. سربېره پردې موږ دوی ځینو موسسو او انجوګانو ته ورپېژنو چې د کمپیوټر په برخو کې دندې تر لاسه کړي."

نوموړی وايي دغه زده کړې به شپږ میاشتې دوام وکړي چې په دې موده کې به زده کونکي د کمپیوټر او انګلیسي ژبې په برخو کې پوره مسلکي وړتیاوې تر لاسه کړي.

د دغې موسسې د ارزونو له مخې د تخار په ولسوالیو کې د ښونې او روزنې ستونزې د مرکز په پرتله څو برابره زیاتې دي، له دې کلبه دوی هڅه کوي چې په نږدې راتلونکي کې د دغه ډول زده کړو لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته هم وغزوي؛ څو کلیوالي جینکۍ هم د کمپیوټر او انګلیسي ژبې له زده کړو برخمنې شي.

XS
SM
MD
LG