د لاس رسي وړ اتصالات

ناامني او زور واکان د افغان خبریالانو ژوند گواښي


د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو د ټولنې مشر رحیم الله سمندر وايي چي حکومت یوازي وعدې کوي خو په عمل کې يې د خبریالانو لپاره د پام وړ څه ندي نکړي
د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو د ټولنې مشر رحیم الله سمندر وايي چي حکومت یوازي وعدې کوي خو په عمل کې يې د خبریالانو لپاره د پام وړ څه ندي نکړي

د افغانستان په جنوب کې په نژدې لسو میاشتو کې درې خبریالان وژل شوي ١٣ نور ژوبل شوي دي.

د افغانستان په جنوبي حوزه کې په تیرو لسو میاشتو کې د وژلو په گډون له خبریالانو سره د تاو تریخوالي پنځلس پېښي ثبت شوي دي.

په دې پیښو کې د یو بهرني او دوه افغان خبریالان د وژل کیدو په گډون د ټپي کیدو، سپکاوي، تهدید او د تاو تریخوالي د نورو ډولونو پیښې هم شاملې دي.

په زابل کي د ملي تلوېزیون د خبریال محمد یعقوب شرافت وژنه په جنوب کې د افغان خبریالانو په وړاندي د تاوتریخوالي تر ټولو بده بله پېښه ده چي په رواني او روحي لحاظ يې خبریالان زیات اندېښمن کړي دي.

ژورنالیست عبدالسمیع غیرتمل وايي چي جنګي حالاتو کې دولت، د دولت وسله وال مخالفین او پټي مافیايي کړۍ خبریالانو ته تهدید رامنځ ته کوي خو هغه پټي مافیايي کړی تر ټولو خطرناکې گڼي.

ښاغلی غیرتمل زیاتوي چي په جنوبي زون کې د خبریالانو ژوند ندی مسئون او په سیمه کې د نا امنیو له زیاتیدو سره خبریالان مجبوره کیږي چي سیمه پرېږدي.

هغه د یعقوب شرافت د وژنې په اړه وایي "... طالبانو هم دا پړه نده منلې او نه هم ده کومه دښمني لرله نو طبعآ داسي یو حالت چي پټ وي مافیايي کړی دي او ځيني مسایل چي له وخته دلته موجود دي مافیايي کړۍ نه غواړي چي دا راپورته شي."

هغه وایي دغه کړۍ غواړي چې په ارزګان او هلمند کې خبریالان دومره تنګ شي چي خپله سیمه پرېږدي.

د حکومتي بنسټونو له لوري وژل شویو خبریالانو د مرګ د قضیو نه څېړلو او معلوماتو ته نه لاس رسي د خبریالانو کار نورهم ستونزمن کړی.

په هلمند کې د پژواک خبري اژانس خبریال زین الله ستانګزی وايي چي نا امنیو نور هم د خبریالانو پر فعالیتونو باندي بد اغېز کړی او پر ځینو عادي تحقیقاتي موضوعاتو باندي کار کول هم خبریال ته د سر په بیمه تمامیږي.

په هلمند کې ځايي خبریال حیات الله داوري وايي چي د جنوب خبریالان تل د بیلا بیلو ډلو او اشخاصو لوري د کار پر وخت له ستونزو سره مخ شوي.

نوموړی زیاته وي چي " په جنوبي حوزه کې د خبریالانو لپاره ستونزي ډيري دي د جنوب خبریالان باید په نظر کې ونیول شي ځکه دوی ډيره قرباني ور کړې همېشه له فشارونو سره مخ دي، له نا امنیو سره مخ دي ، زور واکي يې هم ګواښي، وسله وال ترهګر يې هم ګواښي اما دوی په پوره جرائت د خپلي ټولنې په منځ کې اوسیدلي او د خپلو ولسونو لپاره يې کار کړی".

د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو د ټولنې مشر رحیم الله سمندر وايي چي په روان میلادي کال کې په افغانستان کې له ژورنالیستانو سره د تاو تریخوالي په پېښو کې په بې ساري ډول زیات والی راغلی او دا په تیرو ۱۵ کالو کې د خبریالانو لپاره یو بد حالت دی.

ښاغلی سمندر وايي چي حکومت یوازي وعدې کوي خو په عمل کې يې د خبریالانو لپاره د پام وړ څه ندي نکړي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG