د لاس رسي وړ اتصالات

خشونت، توقیف او د قانون نشتوالي د افغان خبریالانو کار سخت کړی  


افغان خبریالان د طالبانو په منځ کې
افغان خبریالان د طالبانو په منځ کې

په افغانستان کې یو شمېر خبریالان او د خبریالانو د ملاتړ ادارې وايي چې د مطبوعاتو د قانون نشتوالي، د خبریالانو سره زور زیاتي او توقیفولو د افغان خبریالانو لپاره کاري چاپېریال تنګ او سخت کړی دی.

په تېرو شاوخوا دریو اونیو کې طالبانو څلور افغان خبریالان نیولي دي، په دوی کې د «Kabul Lovers» په نامه د یوټیوب چاینل هغه درې خبریالان هم شامل دي پنجشیر ته د طالبانو ضد مظاهرې په اړه د راپورو جوړولو لپاره تللي وو.

په دې سربېره یو شمېر هغه خبریالان چې وهل شوي او ډبول شوي دي، وایي چې د هغوی قضیې ارزول شوي نه دي او د پېښو عاملینو سره حساب او کتاب نه دی شوی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا وکړه چې نیول شویو خبریالانو به «کېسې جوړولې او له تحقیق او پلټنې پرته به یې لنډې او پاروونکې ویدیوګانې» خپرولې. ښاغلي مجاهد امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو استخباراتو هغوی نیولي دي چې «سزا» ورکړي او همدغه راز باید پوه کړل شي چې د هغه په خبره دا ډول کارونه عامه ذهنیت او «ملي امنیت» خرابوي.

د بیان د ازادۍ سره په تړلې یوې بلې قضیې کې، طالبانو د کابل پوهنتون یو استاد فیض الله جلال هم نیولی و او د «بې ځایه څرګندونو او د طالبانو په ضد د خلکو د پارولو» په تور څلور ورځې بندي و.

ښاغلي جلال د ازادۍ راډیو ته ویلي چې هغه د طالبانو له یو ویاند سره په یو تلویزوني بحث کې له ګډون کولو څو ورځې وروسته ونیول شو.

د افغانستان د خبریالانو د خپلواکې ادارې مرستیال حجت مجددي وايي چې لویه ستونزه دا ده چې طالبانو رسنیو ته «لارښوونې خپرې کړې» او د مطبوعاتو قانون نشته.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د مطبوعاتو د قضیو د څېړلو لپاره د دریو کسانو یوه کمېټه وټاکله چې ښاغلی مجددي هم په کې و.

طالبانو د تېرکال د سپتمبر په میاشت کې رسنیو ته یوه لارښونه اعلان کړه چې په کې د نورو مسائیلو تر څنګ له رسنیو غوښتل شوي وو چې د «شرعیت او ملي څېرو خلاف» خپرونو څخه ډډه وکړي او په خپلو کارونو کې «له مسئولینو سره همغږي» ولري.

خو یو شمېر افغان خبریالان او د مطبوعاتو د برخې فعالان وايي چې طالبانو نه دي ویلي چې ایا د مطبوعاتو هغه قانون، چې په مخکنې حکومت کې عملي کېده، عملي به شي که نه.

د افغانستان د حقوقپوهانو د ټولنې پخوانی مرستیال عبدالسبحان مصباح په دې باور دی چې د دولتي ادارو نشتوالی یوه ستونزه ده.

هغه وویل «یو کمېسیون جنايي پېښې نشي پلټلای. پولیس، څارنوالان او قاضیان د خبریالانو د نیولو او وهلو قضیې مخې ته وړي. طالبان باید رسمي حکومتي ادارې ولري.»

د سرغړوونکو معافیت

ښاغلی مجددي وايي چې د طالبانو په واکمنۍ کې د خبریالانو په ضد خشونت او تاوتریخوالی زیات شوی دی. هغه وویل چې له ژورنالستانو سره د تاوتریخوالي «د عاملینو په اړه پلټنې نه دي شوي او سزا ورکړل شوې نه ده».

د طلوع نیوز یو خبریال صداقت غورځنګ هم په تېر اکتوبر کې په طورخم کې د طالبانو له لوري وهل شوی و، هغه لا هم منتظر دی چې د پېښې عاملینو ته سزا ورکړل شي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل:« د هماغې پېښې څخه لږ وروسته طالبانو بخښنه وغوښته خو زه چې د باندې ووتم، نورو طالبانو راته ګواښونه کول.»

هغه وویل چې په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر قاري محمد حنیف او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ژمنه وکړه چې د دغې قضیې په اړه پلټنه کوي، خو ښاغلي غورځنګ وویل چې «لا هېڅ نه دي شوي. په افغانستان کې ژوند او کار سخت دي».

د ذکي قیس په نوم یو بل افغان مطبوعاتي کارکوونکی او عکاس هم وهل شوی او ډبول شول دی. هغه وايي د جنورۍ په ۱۵ نېټه دوو کسانو چې ځانونه یې د طالبانو پولیس معرفي کول، د هغه کور ته ورغلي، هغه یې وهلی او ژوبل کړی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي‌ چې طالبانو ښاغلی ذکي د ښځو د یوې مظاهرې په مهال هم وهلی او په ټولنیزو رسنیو کې د لیکنو له کبله ګواښل شوی هم دی.

د خبریالانو سره د زور زیاتي د عاملینو نه مجازات او د هغوی سره د حساب او کتاب نه کولو د رسنیو د کارکوونکو اندېښنې او ویرې زیاتې کړې دي.

په کابل کې یو خبریال وویل :«موږ ډېر ډار شوي یو. هر طالب جنګیالی کولای شي چې له کوم علت پرته یو خبریال ورټي، ویې وهي او بندي یې کړي.»

دغه خبریال چې د امنیتي ملاحظو له کبله نغواړي نوم یې خپور شي وايي چې ویره لري طالبان یې ونه ځپي او زندانی یې نکړي، هغه وايي ټول ډارېږي او «ویره هر ځای حاکمه» ده.

په همدې حال کې د خبریالانو نړیوال فدراسیون د خبریالانو لپاره محدود کاري چاپېریال او د خبریالانو نیول یې غندلي او د هغوو کسانو سره یې د حساب او کتاب غوښتنه کړې ده چې له خبریالانو سره یې ناوړه او بد چلند کړی دی.

XS
SM
MD
LG