د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل بانک نه د پیسو ایستل دوام لري


د کابل بانک وار خطا مشتریان ددغه بانک نه چی د اداري فساد له کبله د جنجالونو سره مخامخ دی، د خپلو پیسو را ایستلو ته دوام ورکوي.

هغوی نن د شنبې په ورځ بیا په کابل کي د دغه بانک او په نور ښارونو کي ددغه بانک د څانګو مخي ته په کرښو ولاړ وو. دغه بانک پرون د جمعې په ورځ د رخصتۍ په وجه بند و.

د امریکا مهمو ورځپاڼو د چهارشنبې په ورځ رپوټونه ورکړي او ویلي یې وو چی ددغه بانک رئیس او اجرائیوي مدیر له دې کبله استعفی ګانو ته مجبور کړای سول چی د بانک سرمایه یې په سمه توګه په کار نه وه اچولې او د بانک پیسې یې د کورونو او جایدادونو په کاروبار کي په خطر کی اچولي وې.

د افغانستان د مرکزي بانک رئیس دا رپوټونه رد کړي او ویلي یې و چی د بانک دغو مامورینو د نوو مقرراتو په اساس په خپله خوښه استعفا وي وکړې.

XS
SM
MD
LG