د لاس رسي وړ اتصالات

د څرمنو افغان سوداګر له خپل کاروبار څخه راضي ندي


د څرمنو افغان سوداګر له خپل کاروبار څخه راضي ندي

د څرمنو افغان سوداګر له خپل کاروبار څخه راضي ندي

د څرمنو سوداګر وایې چې که د افغانستان په داخل کې د حیواني پوستکو د پروسس او له هغې څخه د څرمنې د جوړولو فابریکه جوړه شي، سیمه ایز سوداګر به یې زیاته ګټه په لاس راوړي.


په کندوز کې د حیواني پوستکو یو تن سوداګر چې لارۍ موټر ته یې څرمنې او چتولې ویې ویل چې دوی له کندوز څخه د حیواناتو پوستکي د پاکستان پیښور او کراچۍ ته وړي، هغه وایې چې زیات وخت دوي په خپله سوداګرۍ کې یا تاوان کوي او یاهم ډیره لږه ګټه کوي، حاجي عبدالمنان وايې چې افغانۍ د پاکستانیو روپیو پر وړاندې اوچتیږي، چې په دغه وخت کې دوي په اخیستل شوو پوستکو کې تاوان کوي.

حاجي عبدالمنان وایې چې دوي په کندوز کې یو پوستکې چې لوی او واړه لري له پنځه سوه افغانیو تر اته سوه افغانیو پورې اخلي:

"د غوا یو پوستکې پنځه سوه، شپږ سوه، لوی او واړه لري، تر اته سوه پورې یې هم اخلو، له دې ځایه یې وړو او په پاکستانیو روپیو یې خرڅو یې، چې زمونږ اته سوه افغانۍ د هغوي یوزر او شپږ سوه روپۍ کیږي، که بازار ښه وي سل روپۍ او پنځوس روپۍ ګټه کوو کنه تاوان کوو بیرته راځو"

د څرمنو دغه سوداګر وایې چې که په افغانستان کې د څرمنو د پروسس فابریکه جوړه شي، ددوي تر څنګ به یو زیات شمیر نور خلک هم په کار وګومارل شي او هم به یې ګټه زیاته شي.

عبدالمنان وایې: "اوس مونږ د پوستکو له سوداګرۍ ډیره کمه ګټه په لاس راوړو زیاته ګټه یې پاکستان ته په لاس ورځي، ځکه هغوي حیواني پوستکي پخوي او ګنډي یې کورتۍ، لاسپیلې، او نور شیان ترې جوړیږي او اروپا ته یې لیږي خو که په افغانستان کې یې د پروسس فابریکه جوړه شي، نو په زرګونو خلکو ته به یې ګټه ورسیږي"

د حیواني پوستکو یو بل سوداګر وایې: "په یو پوستکي کې لس یا پنځلس پاکستانۍ روپۍ پاتي کیږي، مونږ لس زره یا پنځلس زره پوستکي وړو پیښور ته او له هغه ځایه له پروسس وروسته جرمني ته ځي"

د حیواني پوستکو يو بل سوداګر قدرت الله وايې چې دوي کله ګټه او کله تاوان کوي هغه د ګټې او تاوان علت د اروپایی اسعارو دنرخونو لوړیدل او ټیټیدل ګڼي:

"دا برابري ده، کله کله ګټه هم کوو او کله کله تاوان هم کوو، ګټه او تاوان د یورو، پاکستاني روپو، او افغانیو ټیټیدل او لوړیدلو کې دی"

د کندوز د ښار یو تن موچي عبدالحنان چې له څرمنې زیاته استفاده کوي وایې چې که دوي په افغانستان کې د څرمنو فابریکه ولري دوي هم خپل کاروبار ته پراختیا ورکولې شي، هغه وایی چې دی له څرمنې بوټان هم جوړولې شي، خو له پاکستان څخه افغانستان ته بې کیفیته څرمن راځي او له هغې څخه جوړ شوي بوټان یوازې څو اونۍ دوام کوي، نو په دې خاطر یې د بوټانو له جوړولو لاس اخیستې او موچيتوب کوي:

په افغانستان کې د حیواني پوستکو د پروسس هیڅ فابریکه نشته، خو یوازې په شمالي ولایتونو کې له څرمنې څخه د ځایی موچیانو له خوا یو ډول بوټان چې اکثر ترې دهقانان استفاده کوي جوړیږي.

XS
SM
MD
LG