د لاس رسي وړ اتصالات

داخله وزارت: د محلي پولیسو په جوړولو کې دقت زیاتوو


داخله وزارت: د محلي پولیسو په جوړولو کې دقت زیاتوو

داخله وزارت: د محلي پولیسو په جوړولو کې دقت زیاتوو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تر دا دمه په ۲۸ ولسوالیو کی ۵۰۰۰ تنه د محلی پولیسو لیکو ته را جذب کړي دي.

د محلی پولیسو د را جذبولو په لړ کې به په ۶۳ ولسوالیو کی ۷۰۰۰ تنه دې بهیر ته را جلب شي. ددې وزارت چارواکي وایي دا لړۍ به په اوږد مهال کې لسو زرو تنو ته ورسوي.

دا ۶۳ ولسوالی د افغانستان په سویل، ختیځ، شمال او لویدیزو سیمو کی پرتې دي.

د پولیسو ځواکونو د پراختیا او په کلیو او لیری پرتو سیمو کی د امنیت د ټینګښت په موخه د هیواد د کورنیو چارو وزارت د محلی پولیسو د جوړیدو په اړه ګامونه پورته کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشری د محلی پولیسو د را جذبولو د شرایطو په اړه وایی دا کسان به د ولسوالی د محلي شورا او ولسوال سره په ګډ تفاهم کې غوره کیږي، د هغوی مخکینی ژوند به پلټل کیږی او په اړه به یی پوره پوره معلومات تر لاسه کیږی تر څو په دی توګه محلی پولیسو لیکو ته د مخالفینو او ناوړه کسانو د را ننوتو خطرونه کم شي.

د محلی پولیسو مالی مصرف یا میاشتنی معاش به د کورنیو چارو وزارت د ملی پولیسو د معاش نه ورکول کیږی دا په دې مانا چی د ملی پولیسو د میاشتنی تنخواه ۶۰ په سلو کی به محلی پولیسو ته ورکول کیږي.

محلی پولیس به په پاخه غنم رنګه نظامی یونیفورم او کلاشنیکوف سمبال وي او دوی به د تعلیم پر مهال د افغانستان د اساسی قانون ، بشری حقونو او خپلو صلاحیتونو په باب پوره معلومات تر لاسه کوی .

اوس مهال افغان پولیس وایی پیښو کی د لا بریالیتوب په موخه لګیا دی خپل کشفی او استخباراتی کارونه ځواکمن کوی او له بلی خوا پولیسو ته په د پیژند ګلوی مشخص کارتونه هم ورکول کیږي.

هغه څه چی مخالف ځواکونه یی ددوی په ځانمرګو او نورو بریدونو کی بریالی کړی دی دیری د پولیسو د جامو او کارتونو کارول دی چی د کورنیو چارو وزارت ویاند په وینا وروسته له دی به د هغه کسانو سره چی د پولیسو جامه او تجهیزات پلوری سخت چلند کیږی او د بند سزا به ورکول کیږی .په همدی لړی کی د ۵ ورځو په اوږدو کی ملی پولیسو ۱۱۱۱ د پولیسو جامی ، تجهیزات آو بوټونه له پیرودونکو نه را غوند کړی او ضبط کړي یې دي.

افغان پولیس په تیره میاشت کی د مخدره توکو ، جنایی جرمونو او ترحګرو حملو سره په مبارزه کی ځانونه بریالی ګنی او وایی د۲۸۶ تنو پولیسانو د مرګ ژوبلی سره سره توانیدلی ۱۴۴۰۵ کیلو نشییی توکی ،۷۶۷ تنه شکمن کسان، ۳۲۵ وسله وال مخالفین او ۴۷۷ میله وسلی ونیسی او ۱۴۶۹۲ جریبه مځکه د کوکنارو د کښت نه پاکه کړی .

XS
SM
MD
LG