د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت په پولیسو کې د ماشومانو استخدام بند کړی


محلي پولیس د کندز په ولایت کې د سفر کولو په حال کې
محلي پولیس د کندز په ولایت کې د سفر کولو په حال کې

ملګرو ملتونو پنځه کاله وړاندې افغان امنیتي ځواکونه، په تېره بیا پولیس، په هغه تور لست کې شامل کړل چې په لیکو کې یې له اتلسو کلونو نه کم عمره ماشومان وو، خو اوس افغان حکومت له ملګرو ملتونو وغوښتل چې له دغه لست نه یې وباسي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ ته وویل، په لیرې پرتو سیمو کې دا ستونزه وه. په اوایلو کې مونږ د محلي پولیسو د استخدام په اړه مستقیم مسؤلیت نه درلود." هغه وویل دا کسان به په ولسوالیو کې د خلکو له خوا معرفي کیدل، خو اوس یې ټول ایستلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې اوس یې قوانین سخت کړي او په پولیسو کې د عمر تثبیت حتمي دی.

خو بل لور ته د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې په لیرې پرتو سیمو کې چې حکومت سم کنټرول نه لري، په سیمه ائیزو پولیسو کې کم عمره ماشومان شته دي.

ددې کمیسیون د ساحوي دفتر مشر شمس الله احمدزی وايي، "متاسفانه محلي پولیس په هغو سیمو کې شتون لري چې هلته دولت نشي کولی په وخت سره څارنه وکړي."

احمدزِي وویل هغه یوه داسې قضیه لري چې د هغې پر اساس د کندهار په محلي پولیسو کې دوه کاله د مخه یو څوارلس کلن هلک استخدام شوی و چې پوځي مقراراتو سره یې آشنایي نه درلود او وروسته د خپل ملګري له وژلو نه وروسته يې یوه جرمي دوسیه درلوده.

خو ځینې بنسټونه بیا طالبان پدې ګرموي چې د ځانمرګو بریدونو او نورو جنګي اهدافو لپاره له کم عمره ماشومانو نه کار اخلي.

افغان حکومت هغه ځانمرګي ماشومان هم رسنیو ته ښودلي چې يې نیولي وو او طالبانو ترېنه د جنګ لپاره ګټه اخیستله. امریکا غږ هم یوه داسې ویډیو موندلې چې د طالبانو په لیکو کې طالبان ښيي.

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله په دې وروستیو کې په طالبانو غږ وکړ چې له ماشومانو په جنګ کې استفاده و نه کړي

خو بل لوري ته طالبانو پدې وروستیو وختونو کې یوه اعلامیه خپره کړې او وايي چې د طالبان په منځ کې د ماشومانو استخدام په جدي توګه منع دی، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې ویلي چې د دوی د لایحې په اساس د هغوی په نظامي مرکزونو او جنګیالیو کې لغړزني منعه شوي دي.

په وسله والو شخړو او د ماشومانو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې لیلا زروګي تېرې د سه شنبې په ورځ په کابل کې وویل چې د ماشومانو د نه استخدام په تړاو نیمايي کارونه شوي دي.

هغې له ښکیلو خواوو نه وغوښتل چې له ماشومانو نه په جنګ کې ګټه وانخلي. هغې په دې برخه کې د افغان حکومت د هڅو په اړه موافقه څرګنده کړه، خو په ورسته وخت کې یې ددې هڅو پیاوړي کول وغوښتل.

همداراز د سیف د چلډرن مؤسسې ویانده زبیده اکبر وايي چې چې دلسیزو راهیسې په افغانستان کې جګړه روانې دي او دغو جګړو د نورو برخو په څیر په ماشومانو هم خپل تاثیر لرلی دی.

هغې وویل "مونږ ددې غوښتونکي یو چې ماشومان د نظامي جګړو قرباني نه شي او نه د مخالفینو له خوا ترینه په جګړه کې ګټه واخیستل شي." هغي همداراز له ښکیلو خواو نه وغوښتل چې د ماشومانو ساتنه وکړي.

رحیم ګل څاروان - اشنا تلویزیون - کابل

XS
SM
MD
LG