د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون سیمه ییز پولیس پر ناوړه کړنو تورنوي.


د دغه کمیسیون راپور ښیی چی دیری سیمه ییز پولیس پخوانی اربکیان یا د دولت مخالفی وسله والی ډلی دي.

خو د کورنیو چارو وزارت وایی محلی پولیس د طالبانو او د ولت د وسله والو مخالفینو په راپرزولو کی بریالی دی

د افغانستان د بشری حقونو کمیسیون د دغه هیواد دسیمه ییزو پولیسو د کړنو په هکله یو راپور خپور کړی دی او د ۱۳۹۰ کال په اوږدو کی یی د محلی پولیسو پر موجودیت او کړنو رڼا اچولی ده .

د دغه راپور د هیواد په ځینو سیمو کی د محلی پولیسو کړنی ناکاره او ناکامه ښیی او وایی خلک پر دوی باور نلري.

دغه راپور چی د ۷۰ تنو امنیتی مسولینو ، سیمه ییزو مشرانو ، د ولایتی شورا ګانو غړو او د نړیوالو ځواکونو له قوماندانانو سره د خبرو او مرکو وروسته چمتو شوی دی ، د هیواد په دیرو سیمو کی محلی پولیس په وژنو ، زور ګیریو ، چپاوونو، تښتونو او دمخدره توکو په قاچاق کی ښکیل ګڼی

د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمیسیون مشره داکتره سیما ثمر وایی ننی محلی پولیس هماغه د پرون اربکیان او د مخالفو وسله والو ډلو غړی دی چی نن ورځ د پولیسو په اډانه کی د خلکو ژوند له ګواښونو سره مخامخ کوی .

سیما ثمر د بیلګی په توګه په بادغیس ولایت کی د محلی پولیسو د یو قوماندان ( مولوی اسپندیار ) یادونه کوی چی څه موده دمخه یی په دغه ولایت کی یوه میرمن د زنا په تور وژلی وه خو نن د سیمه ییزو پولیسو په چوکات کی داسی ښیی چی ګواکی د د خلکو د بشری حقونو ساتونکی دی

داکتره سیما ثمر وایی دغو کړنو د کمیسیون اندیشنه راپارولی ده.

"موږ اندیښمن یو ځکه دا پولیس به هغو سیمو کی را منځته کیږی چی د دولت تر کنترول لاندی ندی او له بله خوا یی پر کړنو باندی لازم نظارت نشته او ښونه او روزنه یی لنډ مهاله ده چی له همدی امله سبب کیږی چی دوی خلک وځوروی او بشری حقونه یی تر پښو لاندی کړی دا په خپله له دولتنه د خلکو د لیری والی سبب کیږی "

تر ۲۰۱۴ کی به د دغو محلی پولیسو برخلیک څه وی؟

د بشری حقونو د کمیسیون دا راپور ددی څرګندوی هم دی چی په دیریو مواردو کی محلی پولیس د قانون پر ماتولو هم تورن شوی دی ځکه اکثره د دوی په تاکلو کی د زورواکو ، سیمه ییزو قوماندانانو او نړویالو ځواکونو لاس او اراده شریکه ده.او په ځینو سیمو کی لکه د هلمند او ارزګان په ولایتونو کی خو محلی پولیس د خپل فعالیت له سیمی وتلی نورو ولسوالیو او حتا نورو ولایتونو ته ننوتی دی او هلته یی عملیات تر سره کړی دی

همدا رنګه په سیمه ییزو ، او کورنیو لانجو کی لاس وهنه ، غلا ، د کورونو نړول ، د خلکو ځورول له هغوی نه په زور د عشر ، جزیه او بډو اخیستنه ، وهل ټکول او حتا وژنی نور تورونه دی چی دا مهال د افغانستان سیمه ییز پولیس ورباندی تورن دی .

راپور وایی په هغو لانجو کی چی سیمه ییزو پولیسو یی د حل لپاره مټی رانغاړلی دی اکثره د خلکو بشری حقونه تر پښو لاندی شوی دی

د دغو خلکونه د راپور د چمتوکونکو پوښتنو ګرویږنږ دا هم ښودلی ده چه په خینو حالاتو کی خلکو د محلی پولیسو د د کړنو په بای چارواکو ته شکایتونه هم کړی دی خو زور واکانو او سیمه ییزو چارواکو د خلکو په وړاندی د سیمه ییزو پولیسو ملاتړ کړی دی او په دیرو ځایونو کی خو د دوی د کسات اخیستو له ډاره چا دولتی چارواکو ته هډو خوله هم په شکایت نده پرانیستی .

خو دا راپور همدا رنګه په ځینو سیمو کی محلی پولیس د امن او ټیکاو په راوستو کی هم بریالی ګڼی

د مثال په ډول په مارجه ، نادعلی ، ګرشک،موسا قلعه او سنګین ولسوالیو او د نورستان کندز او کنړونو په ځینو سیمو کی دوی د ښه امنیت په ټینګیدا توانیدلی دی

خو د دغه راپور په وړاندی د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقی وایی سیمه ییز پولیس د طالبانو او مخالفو ډلو په ټس نس کولو کی دیر بریالی دی او په ۶۵ ولسوالیو کی یی سیمی د طالبانو نه تښی کړی دی صدیقی وایی محلی پولیس و سیمی د خلکو له خوا ټاکل شوی دی

خو د کورنو چارو وزارت یی پر کړنو باندی پوره څارنه لری دوی د افغانستان ملی پولیسو ته ځوابګویه دی د صدیقی په وینا محلی پولیس د تلاشی حق یا د قانون د تطبیق او تنفیذ حق نلری یواځی او یواځی د خپلی سیمی د امنیت ټینګولو لپاره کار کوی.

صدیقی د امنیت په ټینګښت کی د محلی پولیسو موثریت خورا زیات ګنی او وایی دوی پر طالبانو سخت ګذارونه کړی او خپلی سیمی یی ساتلی د کورنو چارو وزارت تر ۲۰۱۴ ها خوا د محلی پولیسو د برخلیک په هکله وایی

د سیمه ییزو پولیسو تشکیلات موقتی او فرعی دی له دریو نه تر ۵ کالو پوری به خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوی او وروسته تر دی که په سیمو کی ګواشونه زیات وی نو د دوی له منځه به صادق او پاک کسان د افغانستان د ملی پولیسو لیکو ته ورجذبیږی .

نن سبا په افغانستان کی نږدی ۱۱ زره محلی پولیس شته او افغان دولت هوډ من دی چی دا شمیره به تر ۲۰۱۴ ۳۰ زرو تنو ته رسوی خو د بشری حقونو کمیسیون وړاندیز کوی چی دا شمیره باید با سواده و د وګړو د بشری حقونو نه با خبره او د کار او باور وړ کسان وی

بهارت صابر اشنا رادیو کابل

XS
SM
MD
LG