د لاس رسي وړ اتصالات

د پنجوايي د قتل عام مشکوک عسکر ۳۸ کلن رابرت بیلز نومیږي


د رویټرز خبري اژانس لیکي چې د افغانستان د ملکیانو په قتل عام کې د مشکوک عسکر هویت پېژندل شوی دی او د امریکا دکنزاس اېالت ېوه زندان ته انتقال شویدی. رویټرز لیکي چې په دغه عسکر رابرت بیلز باندی گومان کېږي چې د شپې له خپلی اډې نه ووتی او دتیرې ېکشنبی په ورځ یې شپاړ س تنه ملکي افغانان ووژل . په دغو قربانیانو کې درې ښځې او نهه تنه ماشومان شامل وو.

رویټرز لیکي د دغه قتل عام له امله دامریکا او افغانستان اړیکی له سقوط او سخت زوال سره مخ کړیدي. رویټرز لیکی توقع کېږي چې رابرت بیلز به د امریکا د نظامي قانون سره سم محاکمه شي. دهغه میرمن اودوه ماشومان یې دهغوي د حفاظت لپاره ېوې بلې عسکری چوڼۍ ته انتقال شویدي .

دامریکا پوځ هم وايې هغه مشکو ک عسکر چې د 16 افغان ملکیانو په وژنه تورن دی، د مرکزي امریکا ېوه زندان ته رسول شویدی. دغه مشکوک عسکر چی د رابرت بېلز په نامه پېژندل شوی دی د کنزاس د فورت لېونورت په زندان کې به په ېوه کوټه قلفی کې توقیف وي.

په دغه 38 کلن عسکر تراوسه پورې کوم رسمی تور ندی لگول شوی ، دافغانستان خلک غواړی چې هغه په ا فغانستان کې محاکمه شي.د رابرت بیلز ملکي وکیل وویل چې د ده موکل د خواشینی او غم له فشارسره مخ و، په تېره بیا کله چې هغه دېوه بل ملگری سخت زخمونه ولیدل.

دهغه وکیل جان هینري براون وویل چې دغه 38 کلن عسکر د کندهار د پنجوايی د قتل عام نه یو ه ورځ مخکي خپل ېو ملگری عسکر ولیدی چې پښه ېې په بم الوتلې وه.

وکیل براون داهم وویل چې د ده موکل په دې هم خپه وچې داڅلورم ځل وچې دی د جگړې مېدان ته استول شوی و. دغه عسکر په عراق کې هم درې ځلې خدمت کړېدی او په سر باندی زخمی سوی و او د پښې وروستی برخه ېې هم له منځه تللی ده. وکیل براون وايی دغه عسکر ته ویل شوی و چې دی به نور د افغانستان د جگړی میدان ته نه لېږل کېږي خو دا فیصله وروسته بدله شوه.

XS
SM
MD
LG