د لاس رسي وړ اتصالات

تخار کې د مور ماشوم مړینه کمه شوې


په تخار كې د زيږون پر وخت دميندو او ماشومانو په مړينه كې ۵۰ فيصده كموالى راغلى.

ددغه ولایت د عامې روغتيا چارواكي وايي چې دوى له څو كلونو پرلپسې هڅو وروسته په دې توانيدلي چې په دغه ولايت كې د زيږون پر وخت د ميندو او ماشومانو په مړينه كې د پام وړ كموالى راولي.

ددغه ولايت د عامې روغتيا ريس ډاكټر عبدالحكيم عزيز وايي له هغه وخته چې په افغانستان كې د نړيوالې ټولنې په ملاتړ حكومت جوړ شوى په دغه ولايت كې د روغتيايي خدماتو په برخه كې د پام وړ زياتوالى راغلى، چې د نوموړي په وينا د روغتيايي خدماتو زياتوالى ددې لامل شوى چې په دغه ولايت كې د ولادت پر وخت د ميندو او ماشومانو په مړينه كې ۵۰ فيصده كموالى رشي.

نوموړي په تخار ولايت كې د نرس قابله وو زياتوالى هم د زيږون پر مهال د ميندو او ماشومانو د مړينې د كچې د راټيتېدو يو مهم لامل وګاڼه او زياته يې كړه چې دا وخت په تالقانو كې د نرس قابله وو د روزنې يو ښوونځى شته چې ددغه ولايت د لرو پرتو سيمو باسواده ښځې او نجونې په كې په مسلكي ډول روزل كيږي، هغه وويل چې تر دې وخته ددغه ښوونځي څخه شاوخوا سل نرس قابلې فارغې شوي چې د عامې روغتيا د ريس په وينا دغه نرس قابلې د تخار په مختلفو ولسواليو او مركز تالقانو كې په دندو ګمارل شوي دي.

د تالقانو يوه اوسيدونكې فاضله چې دپنځه اولادونو مور ده وايي چې پخوا تر دې تخاري مېرمنې د زيږون پر مهال د ګڼو ستونزو سره مخ وې، چې په وينا يې اوس ورته ډېر سهولتونه برابر شوي دي.

"پخوا تر دې له دوه درې ځايونو پرته هېڅ روغتيايي مركزونه نه وو، خو اوس د تخار په ټولو ولسواليو كې صحي مركزونه شته چې ښځې ورته د اميدوارۍ او زيږون پر وخت مراجعه كوي او ښځو ته په روغتيايي برخه كې ډېرې اسانتياوې برابرې شوي دي".

د تالقانو يوه بله اوسيدونكې فروهر احدي بيا د نرس قابله و ډېرېدل د ميندو د مړينې د مخنيوي مهم لامل ګڼي او وايي:

"له نېكه مرغه وروسته له دې چې د قابله و ښوونځي قابلې فارغې كړې او هغوى په كلينيكونو كې په دندو وګومارل شوې د ميندو او ماشومانو په مړينه كې ډېر كموالى راغى".

خو د تالقانو د ولايتي روغتون يوه ښځينه ډاكټره فوزيه شفيق بيا د لارو او سركونو جوړېدل هم د ولادت پر وخت د ميندو او ماشومانو د مړينې د كچې د راټيټېدو يو لامل ګڼي هغه وايي:

"مخكې تر دې په تخار كې روغتيايي مركزونه كم وو لارې او سركونه هم خراب وو چې اكثره وخت به ناروغان او په ځانګړي ډول ميندو نه شو كولى چې پر وخت روغتيايي مركزونو ته ځانونه را ورسوي خو اوس د خداى په فضل دغه مشكلات حل شوي او ورسره د ميندو او ماشومانو د مړينې كچه هم كمه شوې ده".

د يادونې وړ ده چې دا وخت په تخار ولايت كې شاوخوا اويا روغتيايي مركزونه او يو ولايتي روغتون فعاليت كوي چې د عامې روغتيا د چارواكو په وينا اووه كاله وړاندې په دغه ولايت كې يوازې پنځلس روغتيايي مركزونه وو چې ډېرې لږې اسانتياوې يې درلودلې.

XS
SM
MD
LG