د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ او رسنیو د طالبانو ګواښ وغنده


د رسنیو د مسؤلینو په اعلامیه کې راغلي، چې رسنۍ د ښکیلو جنګي اړخونو اړوندې ندي بلکې ملکي بنسټونه دي
د رسنیو د مسؤلینو په اعلامیه کې راغلي، چې رسنۍ د ښکیلو جنګي اړخونو اړوندې ندي بلکې ملکي بنسټونه دي

د افغانستان د ولسمشر دفتر د یک او طلوع تلویزونونو ته د طالبانو مرګونی ګواښ په سختو ټکو غندلی او ډاډ یې ورکړی چې د دغو رسنیو د خبریالانو او کارکوونکو امنیت ته به جدي پاملرنه کوي.

ارګ دغه بیان یوه ورځ له هغه وروسته خپور کړ چې طالبانو د یک او طلوع تلویزونونو کارکوونکي او خبریالان ته د مرګ ګواښ ورکړ. طالبانو دغې رسنۍ د درواغو او غیراسلامي خپرونو په خپرولو تورنې کړي دي.

د کندز د ښار تر نیولو وروسته، طلوع تلویزیون په یوه راپور کې پر ښځو د جنسي تیریو په اړه راپور خپور کړ. لدې وړاندې د بخښنې نړیوال سازمان هم طالب جنګیالي پر ښځو په جنسي تیریو کولو تورن کړل. طالبانو دغه راپور او تورونه په غوڅه رد کړي دي.

د سه شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمیر رسنیو مسؤلینو د طلوع او یک تلویزیونونو په اړه د طالبانو د وروستۍ اعلامیې په غبرګون کې وویل که طالبانو پدغو تلویزیونونو برید وکړ، نو ټولې رسنۍ به د طالبانو اړوند خبرونه تحریم کړي.

د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د اتحادیو، رسنیزو بنسټونو او د خبریالانو د مصونیت له لورې په یوه خبري کنفرانس کې وویل شول چې په رسنیو هر ډول برید جنګي جنایت دی.

ضياء بومیا، د خبریالانو د ملاتړ د یوه سازمان مشر وویل" رسنۍ، رسنیز فعالین او په افغانستان کې له خبریالانو او رسنیو ملاتړي او صنفي بنسټونه دا ګواښ په دوو رسنیو پورې محدود نه بولي، بلکې دا د افغانستان د ټولو رسنیو کور او د بیان ازادۍ ته چې د تېرې یوې نیمې لسیزې ستره لاسته راوړنه ده، ګواښ بولي."

د خبریالانو د ملي اتحادیې په استازیتوب فهیم دشتي وویل "مونږ اعلانوو چې که چېرې طالبان ددغه ګواښ د عملي کولو لپاره عملي اقدام وکړي، یا د دوی او بلې هرې ډلې له خوا داسې ګواښونه دوام وکړي، په لومړي قدم کې به رسنۍ د هغوی خبرونه تحریم کړي او وروسته به نور تصمیمونه ونیول شي."

د رسنیو د مسؤلینو په اعلامیه کې راغلي، چې رسنۍ د ښکیلو جنګي اړخونو اړوندې ندي بلکې ملکي بنسټونه دي.

XS
SM
MD
LG