د لاس رسي وړ اتصالات

له افغان خبریالانو سره د زور زیاتي پېښې زیاتې شوي دي


د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وايي له خبریالانو سره ډېر تششد افغان چارواکي کوي .
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وايي له خبریالانو سره ډېر تششد افغان چارواکي کوي .
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وايي په تېرو پنځو میاشتو کې له خبریالانو سره د زور زیاتي پېښې اتلس فیصده زیاتې شوي دي .

د دغه کمېټې مشر نجیب شریفي په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د روان ۲۰۱۴ کال له پیل راهېسې له خبریالانو سره یې د تشد او زور زیاتي پنځوس پېښې ثبتې کړي دي چې د تېر کال د همدغې مودې په پرتله اتلس فیصده زیاتوالی ښيي.

ښاغلي شریفي وویل په دغو پېښو کې ۶۳ فیصده افغان چارواکي ښکیل دي .

په همدې حال کې د افغانستان د خپلواکه خبریالانو ټولنه وايي، د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیاتیږي او په تېرو څو میاشتو کې یې د تشدد لسګونه پېښې له دوی سره ثبتې شوي دي.

د خبریالانو د دغې ټولنې مشر خپلواک ساپی وايي په تېرو شاوخوا پنځو میاشتو کې څلور ژورنالستان وژل شوي، او لسګونه نور وهل شوي، ډبول شوي او بنديان شوي دي.


ده د افغان چارواکو له لوري خبریالانو سره د تشدد وروستۍ بېلګه په کونړ ولایت کې د یو سیمه اییز خبریال سید رحمن بېکور نیونه یاده کړه چې، په خبره یې له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهېسې د ملي امنیت په توقیف کې پروت دی .

ښاغلي ساپي د امریکا غږ اشنا سره په خبرو کې د وسله والو طالبانو او ځینو نورو مافیايي کړیو تر څنګ حکومتي چارواکي او د پارلمان وکیلان هم تورن کړل چې، له خبریالانو سره زور زیاتی کوي کوي.
له افغان خبریالانو سره د زور زیاتي د پېښو د زیاتوالي راپورونه داسې مهال خپریږي چې په پام کې ده په راتلونکو دوو اوونیو کې د افغانستان د جمهوري ریاست دویم دور انتخابات ترسره شي .
له افغان خبریالانو سره د زور زیاتي د پېښو د زیاتوالي راپورونه داسې مهال خپریږي چې په پام کې ده په راتلونکو دوو اوونیو کې د افغانستان د جمهوري ریاست دویم دور انتخابات ترسره شي .
ښاغلي ساپي د دغه تشدد اصلي علت د قانون نه پلي کیدل وبلل.

( دوه علتونه دي، یو دا چې په افغانستان کې قانون نه پلی کیږي او دویم دا چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون لا هم تصویب شوی نه دی، ډېر کله خبریالان له افغان چارواکو معلومات غواړي چې چارواکي یا تېښتي او یا هم له خبریالانو سره زور زیاتی کوي .)

د افغانستان دخپلواکه خبریالانو د اتحاديي مشر له خبریالانو سره د تشدد د مخنیوي لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون ژر تر ژره تصویبېدل وغوښتل.

ښاغلي ساپي همدغه راز په ولسمشر کرزي هم غږ وکړ چې خپلو ټولو امنتیتي او استخباراتي ارګانونو ته سپارښتنه وکړي چې د خبریالانو خوندیتوب او مصونیت خپل لومړیتوب وګڼي .

ښاغلي کرزي پر حکومت یوه بله نیوکه دا هم وکړه چې په خبره یې په تېرې شاوخوا یوې لسیزې کې، یو شمېر افغان خبریالان وژل شوي خو حکومت په دې نه دی توانېدلی چې د خبریالانو یو قاتل دې ونیسي او محکمه دې کړي.

له افغان خبریالانو سره د زور زیاتي د پېښو د زیاتوالي راپورونه داسې مهال خپریږي چې په پام کې ده په راتلونکو دوو اوونیو کې د افغانستان د جمهوري ریاست دویم دور انتخابات ترسره شي .

خبریالان اندېښنه لري چې که د دوی په وړاندې تشدد همداسې روان وي، ښايي په بې پرې او ازاد ډول خلکو ته انتخاباتي معلومات په وخت سره ونشي رسولی .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG