د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د شمال دهقانان خټکو ته بازار لټوي


د افغانستان د شمال دهقانان خټکو ته بازار لټوي
د افغانستان د شمال دهقانان خټکو ته بازار لټوي

د كندوز د خټكو په منډيي كې په لسګونو لوى او واړه باروړونكي موټرونه له خټكو ډك ولاړ دي يو شمير سوداګر ګرځي او خټكي خوښوي چې وايخلي، او نورو ولايتونو ته يې يوسي، ددې هرڅه سربيره د هقانان وايي چې ددوي زراعتي محصولات ښه بازار نه لري او هغه لګښت چې دوي يې پر فصلونو كوي نه يې شي پوره كولاې.

ځينې نور بيا وايي چې كه د سبزيجاتو او تازه ميوو لپاره يخې خونې يا سټورونه جوړ شي ددوي د محصولاتو نرخونه به لوړ شي يو شيمر دهقانان چې له خټكوڅخه په بار موټرونو ناست دي داسې وايي:

"صلاح الدين عثماني وايي چې دد هقانانو وضعه خرابه ده او خټكي په بازاركې نه خرڅيږي او كه خرڅ شي خپله كرايه هم نه پوره كوي، په يو جريب باندې پنځلس يا شل زره افغانۍ مصرف راځي او خپله بيه هم نه پوره كوي، او بيرته يې لس يا پنځلس زره روپۍ هم نه دي كړي، سږ كال زيات خټكي مرض ووهل او خراب شو، او له نيمايي څخه زيات خټكي چينجو خراب كړه مخكې خو حكومت ورته توجه كوله خو سږكال يې توجه نه ده كړې، او كه خټكو ته يخې خونې يا سټورونه جوړ شي او يوه مياشت يا پنځوس ورځې وساتل شي بيه به يې هم لوړه شي، او كه خارج ملكو ته وليږل شي او تجارتي اړيكې ورسره ونيول شي نو كيداى شي بيه يې لوړه شي".

جنت ګل د ځدراڼو د كلي اوسيدونكې وايي چې دوه نيم سوه خټكې مې راوړي په دوه زره افغانۍ يې غواړي، د موټر كرايه زر افغانۍ وركوم په لاره كې يې هم راڅخه پنځوس افغانۍ واخيستې د كپې هم پيسې اخلي مونږ ته هيڅ هم نه پاتي كيږي، شپږ جريبه ځمكه كې مې پاليز كړې او دا مې اول ځل دى چې خټكې مې بازار ته راوړي.

له يوتن موټروان څخه پوښتنه كووچې هغه څه وايي: "رحيم ګل د علي اباد ولسوالۍ اوسيدونكې : مونږ يو موټر خټكي په زر يا اته سوه افغانۍ ښار ته راوړو دلته تر ې هم كميشن اخلي كله چې كورته ځي هيڅ هم ورته نه پاتي كيږي".

د كندوز د ښار د خټكو په منډيي كې خټكي په كميشن پلورل كيږي او هر دهقان كوښښ كوي چې داسې كميشنكار ته خپل خټكي وسپاري چې په ښه بيه يې ورته خرڅ كړي يو تن كميشن كار ګل رحمن وايي: زمونږ كپې ته هره ورځ شپيته او اتيا موټرې راځي هغه موټر خټكي چې په لوړه بيه خرڅيږي له هغې زيات كميشن اخلو په زرو افغانيو شل افغانۍ له مونږ څخه هم اخلي.

د كندوز خټكي په افغانستان او سيمه كې په خوږوالي كې مشهور دي د زياتو ولايتونو سوداګر كندوز ته راځي او له دې ځايه نورو ولايتونو ته خټكي وړي، د لغمان ولايت يو تن سوداګر چې دوه موټره خټكي يې اخيستي د خپلې سوداګرۍ په اړه وايي: "دلته راغلې يم چې خټكي واخلم او يو څه غريبي وكړم، ما دوه موټرې خټكي اخيستي او لغمان ته يې وړم كه موټر راته لس زره افغانۍ هم وګټي زمونږ لپاره ډيرشى دى".

د كندوز د زراعت ريس عزيزالله ايماق چې نوى پر دنده ګومارل شوى وايي چې دوي به په نزدې راتلوونكې كې د تازه ميوو او سبزيجاتو لپاره يخې خونې يا سټورونه جوړ كړي او د زراعتي محصولاتو لپاره به ماركيټ پيدا كړي: "مونږ په پلان كې لرو چې يخې خونې يا سټورونه جوړ كړو، دغه سټورونه به د انكشاپي بوديجې په پيسو جوړ شي، او د خټكي چنيجي دغه ميوه ډيره زيانمنه كړې، او د زراعت وزارت كوشش كوي چې د دهقانانو لپاره ماركيټ پيدا كړي".

هغه وايي چې هر كال د كندوز خټكي عربي او نورو هيوادونو ته صاديريږي: "د كندوز نوي فيصده خټكي پاكستان ته وړل كيدل خو په دې ورځو كې چې دقيق مقداريې ماته نه دې معلوم دوبۍ او نورو عربي ملكونو ته د خصوصي سكتور له لارې صادر شوي دي".

سږ كال د هقانان له دې زيات شكايت كوي چې ددوي فصلونو ښه حاصل ندې وركړې خو د زراعت مامورين وايي چې دوي تر خپلې وسې پورې كوښښ كوي چې زراعتي حاصلات زيات شي.

XS
SM
MD
LG