د لاس رسي وړ اتصالات

افغانان د اربکیانو د لاسه تر پوزې راغلي دي، رپوټ


افغانان د اربکیانو د لاسه تر پوزې راغلي دي، رپوټ
افغانان د اربکیانو د لاسه تر پوزې راغلي دي، رپوټ

دغه ملیشې به د طالبانو سره په جګړې کولو کې ښه نقش ادا کړي خو له بل پلوه بیا ځایي خلک د ملیشو د کړنو نه پوزې ته راغلي دي.

د افغانستان په شمال کې د بغاوت د زیاتیدو سره د مبارزې په خاطر او په سیمې کې د طالبانو د جنګیالو د له منځه وړلو لپاره د امریکا په ملاتړ د ملیشو د جوړولو پروګرام پیل شویدی

د کندوز د ولایت یو تن بزګر چې خپل نوم یې ندی اخیستی وایي چې د 11 میاشتو لپاره ګاونډي ولایت ته د خپلو رمو سره تللی وو چې خپلې کورنۍ ته نفقه پیدا کړي خو کله چې بیرته کندوز ته راستون شو نو د ملیشو یا د اربکیانو لخوا پدې تور ونیول او وډبول شو چې ګنې هغه د طالبانو سره لاس لري. هغه خپله کیسه داسې کوي.

دی وایی چې د اربکیانو قوماندان یې لاسونه ور وتړل او په بې رحمۍ سره یې وواهه. هغه وایي چې تر وهلو وروسته قومانان خپل سپی پرې باندې ورخوشې کړ چې د هغه زنګون یې وخوړ. دی وایي چې قوماندان زه د دیواله سره ووهلم او د ټول مخ نه مې وینو دارې وهلې.

په کندوز او شاو خوا ولایتونو کې چې امریکا د ملیشو پروګرام پکې پیل کړیدی، دا ډول کیسې بیخي زیاتې دي.

د سیمې د امنیت د ساتلو لپاره او د طالبانو سره د جګړې په خاطر د ملیشو د جوړولو ګټې دا دي چې دا ملیشې پخپله د همدغو سیمو خلک دي. هغوي خپل کلي او د کلي خلک د نورو په پرتله ډیر ښه پیژني.

دغو ملیشو ته د امریکا د خاصو قواوو لخوا یوازې د څو اونیو لپاره روزنه ورکول کیږي. هغوي ته وسلې هم ورکول کیږي او د یوې میاشتې تنخوا یې 150 امریکایي ډالره دي چې د افغانیو په حساب سره د 7 زرو په شاخوا کې کیږي.

د نبي قیچي په نامه د ملیشو یو قوماندان چې د قلای افضل په ولسوالۍ کې 220 نفره لري، په هغه باندې ډیر داسې تورونه دي چې خلکې یې وهلي ټکولي او پخپل سر بندیان کړيدي او بله دا چې د خلکو نه په زور د عشر په نامه پیسې هم اخلي. خو هغه دا تورونه نه مني او داسې وایي:

" که څوک زما پر ضد څوک شکایت لري نو باید چې ماته راشي او زما ګناه دې د مشرانو په مخکې ما ته ثابته کړي او تر هغې وروسته بیا مشران دا حق لري چې ما لیرې کړي، او که چیرته خلک دروغ وایي نو حکومت ته پکار ده چې د هغوي نه پدې اړه پوښتنې وکړي. "

په زیاتو ولسوالیو کې اوس د افغانستان د ملي پولیسو نه د اربکیانو شمیر زیات دی، داسې ولسوالۍ هم شته چې د اربکیانو شمیر پکې بیخي زیات دی. خو رپوټ وایي څومره چې د اربکیانو شمیر زیات شویدي، په هماغې اندازې د خلکو زورول هم ورسره زیات شویدی.

د افغانستان حکومت، د سیاسي چارو څیړونکو او د بشري حقونو ډلو د دغو اربکیانو د شمیر او قدرت د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړیدی.

د کندوز ولایت د کانام د کلي یو قومي مشر مرزا علي تڼې د اربکیانو په اړه خپل نظر داسې څرګندوي.

ښاغلی تڼی وایي اربکیان خلک زیات زوروي او کړوي یي او حکومت هیڅ د چا پوښتنه نکوي نو په همدې خاطر خلک د طالبانو ملاتړ کوي او دا اربکیان د حکومت لپاره په یوه خطر بدل شویدي.

په کندوز کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون مشر حیات الله امیري وایي چې په روان میلادي کال کې د هغوي دفتر ته شپږ داسې قضیې راغلي دي چې اربکیانو یا خلک زورولي او یا یې وژلي دي خو دا چې امنیتي ځواکونه د کندوز په ولایت کې ګډوډ دي نو هغوي پدې ندي توانیدلي چې د مجرمینو سره حساب او کتاب وکړي.

په افغانستان کې میشت د آیساف ځواکونه وایي چې خلک د محلي پولیسو او اربکیانو تر منځ فرق نشي کولی او تر څنګ یې دا هم وایي چې د محلي پولیسو تر جوړیدو وروسته د کندوز په ولایت کې امنیتي وضع ښه شویده. د آیساف یوه ویاند دا هم ویلي دي که چیرته خلک داسې کومه پیښه ویني چې خلک د محلي پولیسو لخوا زورول کیږي نو پکار ده د افغانستان ملي پولیس دې پدې اړه تحقیقات وکړي.

خو په کندوز او کابل کې کلیوال خلک بیا وایي چې هغوي له ویرې غږ نشي کولی ځکه که هغوي د ملیشو نه شکایت وکړي نو بیا به ونیول شي او بیا به وزورول شي. دوي وایي دوه لارې ورته پاتې دي یا به کور کلی پریږدي او یا به د طالبانو سره لاس یو کوي او د دغو ملیشو په خلاف به د وسلې په زور حساب او کتاب کوي.

XS
SM
MD
LG