د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې نوي معدنونه کشف شوي


افغانستان کې نوي معدنونه کشف شوي
افغانستان کې نوي معدنونه کشف شوي

د امریکی یوی ورځپاڼی ویلی چی امریکایی جیولوجیستانو په افغانستان کی د یوه تریلیون ډالرو په ارزښت معادن کشف کړي دي.

په افغانستان کې چارواکي هیله لری چې دطبیعی زیرمو کشفیدل به په دغه جنگ ځپلی هیواد کې دافغانانو په اتحاد او دنیستی په لیری کولوکې مرسته وکړی چې ددغه جنجال یومهم دلیل گڼل کیږی.

یوې ډلې امریکائې جیالوجستانو په افغانستان کې طبعی زیرمی کشف کړیدی چې پدی کې سره زر، اوسپنه، مس، کوبالټ او لیتییوم شامل دی.

د نیویارک ټائمز ورځپاڼې ددوشنبی دورځی په گڼه کې ددغو طبعی زیرمو دکشفولو په باره کې رپو ټ خپور کړیدی.

دافغانستان دجمهوری ریاست نطاق وحید عمر پرون د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، دامریکا دجیالوجی دچارو اداری دافغانستان دحکومت سره دقرار داد له مخی په هیواد کې دطبعی زیرمو دغه سروی کړیده . ښاغلې عمر وايي:

ددغې سروی نتیجه ښئ چې افغانستان دطبعی زیرمو ارزښت یوتریلیون ډالرو ته رسیږی چې زه فکرکوم دا ترټولونه ښه خبر دی چې موږ ئې دلته په افغانستان کې په ډیرو کلونو کې اورو.

دجمهوررئیس حامد کرزی نطاق وايي، دی هیله لری چې دغه غټ خبر به افغانان په داسی یوه داعیه متحد کړی چې گټه ئې هر چا ته رسیږی. ښاغلی عمر زیاتوی:

دا یوه اقتصادی گټه ده چې ټول افغانان به ترینه فائده اوچته کړی او په اوږده موده کې به افغانستان ته گټه ورسوی. دجنگ یو علت فقر دی چې ښائې پدی سره به ئې غم وخوړل شی.

نیویارک ټائمز ورځپاڼه دامریکا ئې مامورانو له قوله وايي، بالاخره ددغوطبعې منابعو کشفول به افغانستان په نړۍ کې دکانونو یو له مهمو مرکزونونه کړی. ورځپاڼه ددغو مامورانو له قوله بیا لیکی چې داوسپنی، مسو، کوبالټو، سروزرو، لییتییوم او نیو بیوم زیرمی دومره زیاتی دی چې په اساسی توگه دافغانستان اقتصاد او ښائې چې ددغه هیواد جنگ بدل کړی.

رپوټ وايي، دامریکائې جیالوجستانو ډلې له هغو گرافونو او معلوماتونه کاراخیستی دی چې دشوروی دکانونو ماهرانو دنولسوه اتیا په لسیزه کې د افغانستان داشغال په وخت کې برابرکړی و.

دافغانستان دجمهوری ریاست نطاق عمر وايي، حکومت دټولو مربوطه وزارتونو سره له نژدی نه کارکوی چې دطبعی زیرمو درا ایستلو پلان عملی کړی او زیاتوی چې دغه زیرمی دومره دی چې افغانستان په خپل ځان متکی کولای شی.

امریکائې او افغان ماموران وايي،دسرو زرو زیاتی زیرمی دافغانستان په جنوب کې دی چې دیاغی طالبانو په قوی مرکز شهرت لری.

XS
SM
MD
LG