د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: زمونږ منرالونه کم ښودل شوي


د افغانستان د معدن او صنایعو وزیر وايي چی ددغه ملک د کانونو او زیرمو ارزښت به تقریبا دری ټرلیونه ډالر وي. امریکا مخکې دا اندازه یو ټریلیون ښودلې وه.

دمعدن او صنایعو وزیر وحیداله شهرانی نن په کابل کی خبریالانو ته وویل چه افغانستان د لیتیم، اوسپنی، سرو زرو، مسو او کوبالټو دزیزمینی زیرمو په باب دامریکایی مقاماتو ا ټکل ډیر محتاطانه ؤ او کوم اټکلونه چه په خپله افغانانو کړی دي څو څنده لوړ دي.

وحیداله شهرانی وویل چه دافغانستان د انرژئ ، طبعی زیرمو ، کانونو او معدنیاتو داقتصادی پوټانشیل او قوت نه باید په شفاف او موثر ډول کار واخیستل شی.

شهرانی وویل چه دمعدن او صنایعو وزارت به په دی ارتباط په لندن کی دخارجی پانگو دراجلبولو په خاطر دجون په پنځه ویشتمه څو معلوماتی نمایشونه ترتیب کړی.

افغانستان: زمونږ منرالونه کم ښودل شوي
افغانستان: زمونږ منرالونه کم ښودل شوي

په داسی حال کی چه افغان او امریکایی ماموران وایی چه دا نوی ثروت به دافغانستان اولس ته گټه ورسوی او ژوند به یی ښه شی، ځینو یی خبردارئ ورکړی دی چه دکانونو او مینرالونو نه به عملا دخلکو دښی گڼی لپاره استفادی ته د برابرولو کار ډیر کلونه دربر ونیسی او کیدی شی دزیر بناو نشت والی او خارب امنیت هم دهغو مشکلاتو په جمله کی شامل دي چه ددغه کار مخه نیسی ځکه چې زیاتره کانونه په هغو سیم وکی پراته دي چې دطالبانو تر کنترول لاندی دي.

XS
SM
MD
LG