د لاس رسي وړ اتصالات

په ولسي جرګه کې د یو وکیل او یو وزیر فزیکي شخړه


د ولسي جرګې د داخلي کړنلارې له مخې که چیرې یو استازی د دغې کړنلارې څخه سرغړونه وکړي ورسره انضباطي چلند کیږي.

د ولسي جرګې د داخلي کړنلارې له مخې که چیرې یو استازی د دغې کړنلارې څخه سرغړونه وکړي ورسره انضباطي چلند کیږي.

نن د ولسي جرګې په یوه غونډه کې په دغه جرګه کې د کونړ د یو استازي حاجي غلام سخي مشواڼي او د کليو د پراختيا وزير نصیر احمد دُراني ترمنځ له فزیکي شخړې وروسته، دُراني په مشواڼي باندې په فساد کې د لاس لرلو تور ولګوه او د ولسي جرګې یې د دغه غړي پر وړاندې د قانوني اقداماتو ترسره کولو غوښتنه وکړه.

نن چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډې ته د افغانستان د کليو د پراختيا وزیر نصيراحمد درانى، د ماليې وزير اکليل حکيمي او د فوايد عامې وزير محمود بليغ، د پراختيايي پروژو په اړه د پوښتنو لپاره دغې جرګې ته وربلل شوي وو.

په غونډه کې د وکیلانو له خوا د خپلو مربوطه سیمو په هکله د پوښتنو بهیر هغه وخت وځنډیده، چې کله حاجي غلام سخي مشواڼي، د پوښتنې لپاره خپل غږ اوچت کړاود ولسي جرګې نايب منشي عرفان الله عرفان د هغه پوښتنه بې ځایه وبلله او مایک یې پرې بند کړ.

په دې خبره ښاغلی مشواڼی په غوسه شو او مخامخ د اداري پلاوي په لور لاړ او عرفان الله عرفان یې تر ګرېوان ونيو او هغه یې را کش کړ.

ښاغلي مشواڼي په دې هم بسیا ونه کړه او په ډیره چټکۍ هغو میزونو مخې ته ورغی چې ولسي جرګې ته بلل شوي وزيران یې ترشا ناست وو.

حاجي غلام سخي مشواڼي، د کليو د پراختيا د وزير مخې ته هغه کاغذ چې د هغه نوم پرې ليکلى و، واخيست او د ښاغلي دُراني پر مخ یې ګذار کړ.

خو د کلیو د پراختیا وزیر هم قرار کښې نه ناست او خپلې مخې ته پو ایښي د اوبو په بوتل په مشواڼي ګذار وکړ.

د نننۍ غونډې مشري د ولسي جرګې لومړي نایب حاجي عبدالظاهر قدیر کوله.

حاجي عبدالظاهر قدير امنیتي کارکوونکو څخه وغوښتل چې ښاغلی مشواڼى له تالاره وباسي.

کله چې د کلیو د پراختیا د وزیر د خبرو نوبت راغی هغه د ولسي جرګې څخه وغوښتل چې دا جرګه دې حاجي غلام سخي مشواڼي ته د کړي عمل سزا ورکړي او که نه دی به پخپله لاس په کار شي.

ښاغلي دُراني وویل "له تاسو ټولو قدرمنو له حمایت څخه، شرافت څخه، عزت څخه له تاسو ټولو خویندو او وروڼو څخه مننه کوم او په ډیره بې صبرۍ سره ستاسو د تصمیم انتظار باسم او تاسو پوهیږې ، افغانان ولو که وزیر هم وي که هرڅوک وي، متاسفانه چې انتقام وانخلي، مشکل ورته پیدا وي، زما هیله داده چې د ملت کور په دې هکله خپل تصمیم ونیسي".

د کلیو د پراختیا وزیر په خپلو څرګندونو کې په حاجي غلام سخي مشواڼي باندې په فساد کې د لاس لرلو تورهم ولګوه او ادعا یې وکړه چې د کونړ په ولایت کې په یوه انکشافي پروژه کې هغه، د یو شرکت څخه چې دا پروژه یې پلې کوله شل فیصده ونډه غوښتې وه.

ښاغلي دُراني وویل "درې کاله مشواڼي صاحب یوه پروژه په ګیروګان نیولې وه، هغه چې وایي پروژه یې انتقال کړه، بلې ما انتقال کړې ده، درې کاله یوه پروژه وه شرکت ته یې ویل چې ماته شل فیصده راکړه، شرکت شل فیصده نه ورکول او ما شرکت ته ویل چې زه کیفیت د پروژې غواړم".

د کلیو د پراخیتا وزیر وکیلانو ته وویل، د دې لپاره چې ښاغلی مشواڼی په خپله سیمه کې د دې پروژې پلي کیدلو ته اجازه ورکړي، دوه ځلې یې د کونړ ولایت والي او د دغه ولایت وکیلانو سره ګډې غوڼدې هم کړي دي، خو هغه وویل چې دغو ِغونډو هم ګټه نه لرله، چې بیا دی دې ته اړ شو چې دا پروژه د کونړ پوهنتون ته انتقال کړي.

خو د ولسي جرګې غړي غلام سخي مشواڼي امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې که څه هم په ولسي جرګه کې په نننۍ پیښه خواشیني وښوده، خو ویې ویل چې که چیرې وزیر دُرانی او یا بل څوک د ده په خلاف په فساد کې د لاس لرلو په هکله کوم ثبوت لري نو وړاندې دې کړي.

ښاغلي مشواڼي وویل "وزیر چې څه خبرې کړي دي، زه یې د تالار څخه ایستلی یم، دغه ټولې زه ردوم او حقیقت نه لري، که لري نو اسناد دې ښکاره کړي".

غلام سخي مشواڼي وویل، د کلیو د پراختیا له وزیر سره یې ستونزه د یو انجینیر د مقررۍ په سر پیدا شوې وه.

د کونړ د ولایت دغه استازي وویل، یو انجینیر چې علي محمد نومیده او د کونړ اوسیدونکی وو او د کلیو د پراختیا وزارت یو لرې ولایت ته بدل کړی وو، دی د هغه سره د وزیر دفتر ته ورغلی وو چې کوم نږدې ولایت کې يې په کار وګماري خو وزیر سره یې غونډه په جنجال بدله شوه چې د هغې ورځې راوروسته دده او د کلیو د پراخیتا د وزیر ترمنځ اړیکې خرابې شوې.

د ولسي جرګې د داخلي کړنلارې له مخې که چیرې یو استازی د دغې کړنلارې څخه سرغړونه وکړي ورسره انضباطي چلند کیږي.

په دغو سرغړونو کې په جرګه کې دننه فزيکي برخورد هم شامل دی.

په انضباطي اقداماتو کې سرغړونکي ته توصيه، اخطار، د جرګې په نشريه کې د سرغړونکي استازي د نوم خپرول او د همغې ورځې له غونډې ايستل شامل دي.

خو وکیلانو پریکړه وکړه چې حاجي غلام سخي مشواڼي ته به د هغه پر وړاندې د انضباطي چلند په هکله خپله پریکړه د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG