د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او پاکستان ترمنځ نوی سوداګریز تړون


د افغانستان او پاکستان مشران په اسلام اباد کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تړون د لاسلیک په وخت (ارشیف)
د افغانستان او پاکستان مشران په اسلام اباد کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تړون د لاسلیک په وخت (ارشیف)

د سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي چې پاکستان ته د افغان ولسمشر په وروستي سفر کې د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو په ښه والي کې يې زیاتې لاسته راوړنې درلودې.

د سوداګرۍ وزارت مرستیال مزمل شینواري نن دوشنبې په کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د عامل پلاوي رئیس عتیق الله نصرت سره یو ګډ خبري کنفرانس ته وویل چې له پاکستانې چارواکو سره د افغانستان او پاکستان د سوداګرانو د ستونزو د لری کولو او دغو اړیکو ته د پراختیا ورکولو پر سر موافقې ته رسیدلي دي.

د سوداگرۍ وزارت مرستیال وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیت او پانګونې پر سر دواړو خواوو یو موافقه لیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې د دواړو هیوادنو صادرات او واردات تر ۲۰۱۸ کاله پورې ۵ ملیاردو ډالرو ته لوړ شي.

ښاغلي شینواري دغه راز وویل، تر اوسه د افغانستان او پاکستان تر منځ دوه اړخیز سوداګریز تړون نشته او د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګرۍ د سویلي آسیا د آزادې ساحې د سوداګری تړون پر بنسټ تر سره کیږي.

ښاغلي شینواري وویل چې د یو ترجیحي سوداګریز تړون پر سر موافقې ته رسیدلي او د یوې نیمې میاشتې په ترڅ کې به د پاکستان لوری په دې اړه یوه مسوده جوړه او له افغان لوري سره یې شریکه کړي چې دوی هم ورباندې غور وکړي او عملي مذاکرات شروع کړي.

په همدې توګه د سوداګرۍ وزارت مرستیال وویل چې د دې پر سر هم موافقه وشوه چې پاکستاني سوداګرو او پانګوالو ته د هیواد په شمالي ولایتونو فاریاب او کندز کې د پانګونې زمینه برابره کړي څو پاکستاني پانګوال او سوداګر منځنۍ آسیا ته لار پیدا کړي.

هغه وویل"په دې اساس که موږ وګورو دغه درې مشخص کارونه که چیرې پر دې باندې زیات کار وشي، هم شغل پیدا کیږي په فغانستان کې، هم توکي ارزانه کیږي او هم په عین وخت کې سطحه د سرمایه ګزاري په دې کې لوړیږي".

په همدې توګه ښاغلي شینواري د افغانستان او پاکستان تر منځ د (اپتا) سوداګریز تړون ته چې څلور کال مخکې د دواړو هیوادونو تر منځ لاسلیک شوی وو په اشارې وویل چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د دغه تړون له دې مخکې دوه اړخیز وو او اوس د پاکستاني لوري سره خبرې روانې دي چې دغه تړون کې د تاجکستان هیواد هم شامل کړي.

ښاغلي شینواري وویل "دا زموږ لپاره یو ښه چانس شو چې تاجکستان وغوښتل چې د دې هوکړه لیک برخه واوسي، دا دوه مثبتې اغیزې لري لومړی دا چې ترانزیت زیاتیږي، د پاکستان او تاجکستان اړیکې زیاتیږي چې په ترڅ کې يې پاکستان، افغانستان ته اړ کیږي، دویمه مسله دا ده چې یو لړ تعدیلونه به د (اپتا) هوکړه لیک کې راوستل شي چې په دې څلورو کلنو کې یې نتیجه نه وه ورکړې"

د ښاغلي شینواري پر وینا د افغانستان، پاکستان او تاجکستان تر منځ د درې اړخیزو مذاکراتو لومړې غونډه به یوه میاشت وروسته په اسلام آباد کې جوړه شي.

دغه راز، ښاغلي شینواري وویل د دې موافقې له مخې به له دې وروسته د افغاستان د سوداګرو موټر د پاکستان تر لاهور او واګه بندر پورې تللی شي، دغه راز، د افغان سوداګرو د توکو د لیږد بیې به هم راکمې شي.

XS
SM
MD
LG