د لاس رسي وړ اتصالات

حج او اوقافو وزارت: ۸ افغان حاجیان لا درکه دي


سعودي عربستان وایي د دغې برید د پلټنه کوي
سعودي عربستان وایي د دغې برید د پلټنه کوي

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وایي چې تیره ورځ د حج د مراسمو په لړ کې د جمرات یا شیطان د ویشتلو د مراسمو په وخت د رامنځ ته شوې پیښې وروسته اته افغان حاجیان هم لا درکه شوي دي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو د وزارت له خولې په ورکړل شوو رپوټونو کې مکې مکرمې سره نږدې د خلکو په ټیل ماټیل کې د ۷۱۷ تنو څخه زیات حاجیان وژل شوي او د اته سوو نه زیات نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د حج او اوقافو د وزارت معین داعی الحق عابد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې تیره ورځ د جمرات د پیښې وروسته پنځه افغان حاجیان د پیښې ځای سره او درې نور د پیښې له ځایه وړاندې لا درکه شوي دي.

ښاغلي عابد وویل "ددې لپاره چې د سعودي عربستان حکومت اضطراري حالت اعلان کړی، افغان پلاوي لا تراوسه د روغتون نه د کتنې امکان ترلاسه کړی نه دی".

د افغانستان د حج او اوقافو د وزارت معین داعی الحق عابد وویل چې په اوس وخت کې دا ویل ګران دي چې دغو اتو افغان حاجیانو ته به څه ورپیښ شوي وي.

هغه وویل چې د دې پیښې د پلټنې لپاره د حج او اوقافو وزارت یو پلاوی ټاکلی چې د پلاوي د پلټنو په نتیجه کې به دا څرګنده شي چې ایا افغان حاجیان په دغه پیښه کې وو او که نه.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وایي چې سږکال د څلورویشت زرو نه زیات افغان حاجیان سعودي عربستان ته د حج د فریضې د ادا کولو لپاره تللي دي.

XS
SM
MD
LG